نظــر

د متقي او شرابي همدا توپير وي! – د قانع په ځواب کې

زه  په تاند کې د عصمت قانع ليکنې تل لولم، د ليکنې هنر ته يې سلام کووم په رښتيا سره چې داسې يوه ساده موضوع په داسې هنري الفاظو کې را نغاړي چې که سړی ډېر ستړی هم وي، دې ته اړ کېږي چې هغه ولولي. خو کووم موضوعات چې دغه ښاغلي په دغو هنري ليکنو کې رانغاړي، فکر کووم چې ډېر کم هېوادوال به ور سره موافق وي.

د نوموړي وروستۍ ليکنه « پاکستانۍ میډیا، استخباراتي معما» تر سرليک لاندې وه، چې د پاکستان له جیو تلویزیون سره د طالبانو د واکمنۍ د کندهار والي ښاغلي ملا محمد حسن رحماني مرکې ته ځانګړې شوې وه.

په دغه ليکنه کې تر ډېره پر دوو موضوعاتو بحث شوی چې لومړی دا چې د ښاغلي رحماني سپينه ږيره او د مخ ګونځې چې پخوا يې ږيره توره وه، خو مخ يې ګونځې درلودې خو اوس يې د مخ ګونځې هوارې شوي او بل دا چې  د جيو ټلويزيون وياند د ISI  غړی بولی.

را به شو لومړۍ موضوع ته او هغه د ښاغلي رحماني د مخ ګونځې دي. په دې اړه بايد ووايم چې دې موضوع ته زه هم حيران يم. د  طالبانو د وخت يو قومندان چې څلور کاله يې په ګوانتنامو او دوه کاله يې هم د ملي امنيت په بدنام زندان کې تير کړي وو، کله چې راخوشې شو، داسې ځليده، په خدای باور وکړه چې دغسې نور ما والله که په ټول افغانستان کې ليدلی وي. ما د طالبانو نامتو قومندان دادالله د خپلې واکمنۍ پر مهال هم ليدلی وو، خو کله چې له امريکايانو سره يې جهاد پیل کړ او څو ځلې د ټلويزيون په پردو راښکاره شو، دومره نور يې پيدا کړی وو، ته به وایی چې له سره ځوان شوی دی. زه خو وایم چې د رحماني د مخ نور او د نوراني څېرې برکت به همغه د لوی خدای په لار کې جهاد او رښتونې مبارزه وي. ځکه چې که نور په هوسا ژوند او دنيايي مال او منال، وسکي او وتکا وي، نو ستاسو مارشال و ګل آغا به تر ټولو ښوی او ښايسته ښکاريدل. زه وايم چې دا متقيانو او شرابيانو ستر ټوپير وي.

ښاغلی قانع: که زما نه منې يو ځل د پلچرخي محبس سياسي بنديانو ته سر ور ښکاره کړه، سره له دې چې ستا د حمايت لاندې د ۴۰ ، ۱۶ او ۹۰ رياستونو شکنجې يې تيري کړي، داسې نوراني څېرې به په کې ووينې چې حک حيران به شې.

بل دا چې ته د جيو وياند د ISI غړی بولی او په طالبانو د ISI د اجيټانو ټاپه لګوې، هغوی په خپله واکمني کې سره له دې چې له يوه پراخ داخلي جنګ سره لاس او ګريوان وو، د هېواد پولي يې په ښه ميړانه در ته وساتلې د تورخم، ګوشتې او سپنې شګې کيسې خو به ستا هم په يادې وي، چې کله ISI د افغانستان خاورې ته بد وکتل، څنګه يې غاښونه ور ته مات کړل. خو ستا حکومت حتی د يوه راګټ د ځواب ورکولو وس هم نه لري، سره له دې چې ټولې نړۍ دې په هېواد کې غوبل جوړ کړی.

قانع ګله: خير ستا فطرت دی، مخ ډېر ژر اړولې، يو مهال دې د سور غر سليمان خيل په نوم د طالبي حکومت ننګه کوله او اوس دې ور پسې داسې راخيستې، چې کله نا کله د ادب له چوکاټ نه هم ور باندې وځې، ستا دا غربي انډيوال هم چنداني د ټينګې نه ښکاري، که دې په غرب کې د څه ويزې ميزې غم خوړلی وي، ښه کنه هسې نه چې سرنوشت دې د نجيب غوندې شي.

یاسر زمری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x