د منصور صاحب څو بعدیز شخصیت

میوند سادات

د طالبانو مشر ملا اختر محمدمنصور وروسته له هغه نړیوال شهرت ترلاسه کړ چي دطالبانو دتحریک دموسس او مشر ملا محمدعمر مجاهد دوفات خبر نشر او نوموړی یې ځایناستی شو.

اختر محمد منصور دطالبانو دتحریک له پیل څخه ددغه خوځښت فعال غړی او د یو مسؤل شخص په حیث پاته شوی، منصور صاحب ته دتحریک په لومړیو کي دکندهار دنړیوال هوایې ډګر دمشرتوب چاري وسپارل شوې، وروسته چي طالبانو هرات، ننګرهار او کابل ونیو، نوموړی د افغانستان د سیاحت اوهوایې چلند وزیر شو او پرافغانستان دامریکا د یرغل ترمهاله پرهمدې دنده پاته شو.

منصور صاحب دهوایې چلند دوزیر په صفت افغانستان او افغان ولس ته ډير زیات خدمتونه ترسره کړل، کنډوکپر هوایې ډګرونه چي هرڅه یې خراب شوی او چور شوی وو، بیا ورغول، بیلابیلي الوتکي اوطیارې یې ترمیم او یو تعداد یې نوي خریداري کړې چي په برکت یې افغانان دحج د فریضې داداء کولو لپاره له خپل هیواد څخه سعودي ته ولاړل، همداراز په داخل او دافغانستان څخه بهر الوتکو داسیا مختفلو هیوادونو، اروپا او….. ته سفرونه او پروازونه پیل کړل، چي داټول دهماغه وخت شرایطو اوامکاناتو ته په پام سره ډير لوی اودروند کار اوخدمت و.

د امریکایې یرغل پرضد روان جهاد کي منصور صاحب ډیر لوی او بازر رول درلود، د یرغل په پیل کي د طالبانو له لوري د کندهار والي او د رهبري شوری غړی و، د ملا عبیدالله اخند ترنیول کیدو وروسته د ملا محمد عمر مجاهد له لوري د ملا برادر اخند د مرستیال په حیث غوره شو، د ملابرادر اخند ترنیول کیدو وروسته مشر ملا صاحب دخپل نائب په توګه غوره کړ.

ملا اختر محمد منصور دملا محمد عمر مجاهد د نیابت پر مهال د طالبانو په سیاسي او نظامي پرمختګ کي مخکښ رول ولوباوه، په پوځي ډګر کي یې د طالبانو دروزني لپاره معسکرونه جوړ کړل، نظامي قطعات یې رامنځته کړل، ددعوت او ارشاد، جلب اوجذب کمسیون یې ایجاد کړ، په قطر کي یې سیاسي دفتر پرانست، چي په توسط یې دمختلفو هیوادونو او جهتونو سره خبري اتري وشوې، د قطر دفتر له لاري په لومړي ځل د طالبانو استازو فرانسې، جاپان، ناروې اونورو هیوادونو ته رسمي سفرونه وکړل، دامارت پالیسي یې په رسا ټکو کي په خپله خوله نړیوالو ته توضیح کړه، طالبان په نړیواله کچه د سیاسي هویت او وجاهت څخه برخمن شول او دنړي مختلف هیوادونه دطالبانو سره اړیکو جوړولو ته هواداره او مایل شول.

تېر کال چي کله د ملا محمد عمر مجاهد دوفات خبر خپور شو، رهبري شوری چي داهل الحل والعقد شرعي حیثیت لري، ملا اختر محمدمنصور یې دنوي زعیم په توګه غوره کړ.

منصور صاحب په داسي حساس وخت کي دطالبانو دمشر په توګه وټاکل شو، چي د داعش وسله والو دهیواد په ځینو برخو کي سر راپورته کړی ؤ، خلګ یې په یو اوبل نامه ځورول، بندي کول او شهیدول، اسلام یې یوازي په داعش کي حصر کړی ؤ، له ځان پرته نور مسلمانان یې مشرکین اومرتدین بلل، افغان ولس له داعشي وسله والو ډیر زیات کړیده، منصور صاحب داعشي وسله والو ته استازي واستول او ورته ویې ویل چي تاسو څه غواړئ؟، که واقعا مو هدف دکفارو او دهغوی دلاسپوڅي رژیم دنابودئ او داسلامي نظام د قیام وي، راشئ داسلامي امارت غیږي ته، ځکه اسلامي امارت دهمدې ستر هدف لپاره دوې لسیزي وړاندي پاڅون کړی، ډیري قربانۍ یې ورکړي، ستونزي یې ګاللي او مهمه داچي په عملي ډول یې اسلامي نظام نړۍ ته وښود.داعش نه یوازي داچي د طالبانو غوښتني ته یې مثبت ځواب ونه وایه، بلکي طالبان یې غلامان او ګمراهان وبلل او پرطالبانو یې حملې وکړې، طالبانو په ځوابي بریدونو کي داعش له ډیرو سیمو وشاړه او خلګ یې دداعش له شر څخه خلاص کړل، لنډه داچي دمنصور صاحب په قیادت کي طالبانو د داعش په ټکولوسره د ډیرو زیاتو وینو د بهیدو او دیوې لویې فتنې مخه ونیوله.

منصور صاحب دمجاهدینو په نامه دهغو اختطافګرو او داړه مارانو مخه هم ډب کړه چي له یوې خوا یې خلګ دپیسو لپاره برمته کول اوځورول او له بلي خوا یې د طالبانو ترمنځ نفاق رامنځته کاوه.دې وروسیتو کي امریکایې خپروني وال سټریټ ژورنال دامریکایې چارواکو دااعتراف نشر کړ چي په ځینو ولایتونو کي دامریکا جاسوسي ادارې سي آی اې او د کابل ملي امنیت دطالبانو پرضد د ملا رسول اخند په مشري داختطافګرو سره د وسلو او پیسو مرستي کړي دي اودوی یې هڅولي چي دطالبانو ترمنځ اختلافات ایجاد کړي.

دمنصور صاحب یوه بله ځانګړتیا داوه چي دافغانستان ټول وروڼه قومونه یې پر ځان راټول کړل، تاجکو، ازبکو، ترکمنو، هزاره وو اونورو اقلیتونو نه یوازي داچي دنوموړي قیادت ومانه، بلکي عملا یې دمنصور صاحب په قیادت کي دلویدیځ دنیواک پرضد مقاومت شروع کړ.

دمنصور صاحب شجاعت:

امریکا چي پرافغانستان یرغل وکړ دپیل په مهمواهدافو کي یې دکندهار هوایې ډګر ؤ، دهوایې ډګر مسؤلیت دمنصور صاحب په غاړه ؤ، د مځکي له لاري دګل اغا شیر زي اوخالد پښتون په مشري وسله والو پر هوایې ډګر حملې کولې، کوردینات یې امریکایې ځواکونو ته ورکول او دهوا له لاري بي ۵۲، ایف ۱۶ الوتکو او کروز توغندیو دشپې او ورځي هوایې ډګر دحملو لاندي نیولی ؤ، د کندهار هوایې ‌‌‌‌‌ډ ګر هغه ځای ؤ چي پرافغانستان د یرغل له پیل څخه بیا دکندهار تر سقوط پوري د طالبانوخوار پیاوړی دفاعي سنګرؤ، د کندهار د هوایې ډګر اهمیت په دې کي ؤ چي دکندهار داشغال دروازه وه، که همدا هوایې ډګر پرې ښودل شوی وای، د یرغل په لومړۍ اونۍ کي به کندهار دسقوط له خطر سره مخامخ شوی وای. منصور صاحب ددې هوایې ډګر مسؤل او عمومي قوماندان ؤ چي په ډير شجاعت او جرئت سره یې دوې میاشتې پرله پسې د شپې او ورځي ددې ځای ساتنه وکړه.

 دمنصور صاحب د تقوي یوه بېلګه:

منصور صاحب خپلي کورنۍ ته دامارت په چارو کي هیڅ ډول رول نه ؤ ورکړی، وروڼو او ډیرو نژدې خپلوانو یې دغربت ژوند کاوه. یو ملګري راته دمنصور صاحب د ورور کیسه کوله، چي منصور صاحب ته ډیر په غوسه ؤ، ویل یې: دی (منصور) زموږ حال ویني چي ستړي یو او لاس مو تنګ دی، موږ د یوڅه مرستي غوښتنه ځني و کړه، خو ده (منصور) راته وویل: وروره! دا څومره مال چي زما په تصرف کي دی، ته پوهیږې چي دانه دپلار څخه په میراث راته پاته شوی دی اونه هم زما شخصي مال دی، دا دبیت المال مال دی نو له دې مال څخه نه کومک درسره کولای شم او نه به دمرستي تمه راڅخه کوې.

د منصور صاحب په مشري د طالبانو په پوځي لیکو کي په لنډ وخت کي داسي نظم، قوت او دقوماندې فعال مرکز رامنځته شو چي په سبب یې طالبانو ډير سیمي، په لسهاوو ولسوالۍ او حتی دکندوز ستر ښار د دښمن له ګوتو وایست اوخپله ولکه یې پرې ټینګه کړه.

منصور صاحب دطالبانو تحریک د یو قوي جګړ ییز ځواک سربیره په یو فعال سیاسي حرکت هم تبدیل کړ، د پوځي فعالیت ترڅنګ یې په سیاسي ډګر کي هم داشغال دختمیدو، داسلامي نظام دنفاذ او دیو بسیا افغانستان لپاره یې ډیري هڅي وکړې، منصور صاحب دطالبانو تحریک د یومنظم حکومت په ډول تیار کړ، مسولیتونه، دندي او دکار طرز العملونه یې داسي ترتیب کړل چي ډير وخت وروسته به هم د طالبانو نظام دګډ وډۍ ښکار نشي.

د منصور صاحب پر فعالیت او لیاقت د مقابل طرف اعتراف:

اوباما وویل منصور صاحب یې ځکه په نښه کړ چي په اصطلاح دسولي په مخ کي خنډ ؤ، پرایتلافي ځواکونو او افغان عسکرو یې سختي حملې تنظیم کړي وې او په راتلونکي کي هم یو لوی خطر ؤ.

د افغانستان دچارو د وتلي امریکایې څیړونکي بارنټ روبین په وینا منصور په دې وجه نه دی په نښه شوی چي د سولي په وړاندي خنډ ؤ، د منصور د په نښه کیدو لوی علت داوه چي منصور کابل کي پرامریکایانو د یو ډیر لوی برید پلان درلود.

منصور صاحب دامارت د نیابت پرمهال او وروسته چي کله داسلامي امارت د زعیم په حیث وټاکل شو، دزمان او مکان له ستونزو، تهدیدونو او کړاونو سره داسي مقابله وکړه چي په هیڅ یو مورد کي هم داسلام او هیواد له لویو ګټو تېر نشو، د امارت خپلواک موقف یې وساته، دښمن ته یې ثابته کړه چي ترځان تیریدای شو، خو تر علیا مصالحو او خپلواکۍ تیریده نشو زغملای.

منصور صاحب داسي رهبر ؤ چي دخپلي مبارزې دپیاوړتیا او پراختیا لپاره یې هر ډول قربانۍ ته ځان چمتو کړی ؤ، ستړیاوي، سفرونه او کړاونه یې پرځان منلي وو، آن تردې چي په کرایې ټیکسي کي ګرځیده، خو له خپل مسیر څخه نه پرشا کیده، په غرونو او ریګونو کي اوسیده، خو دنورو فرمایشونه یې نه قبلول.

د ملا اختر محمد منصور په مشري د طالبانو خوځښت په لنډ وخت کي په مختلفو محاذونو کي ډير وځلید، نوموړی ډير ځیرک، مدبر، مشوره اخیستونکی، ښه غوږ نیونکی، حلیم، شجاع او د مشرتابه د ډیرو ښو صفاتو څښتن ؤ، که په لنډویې ووایو نو ملا اختر محمد منصور صاحب هم د سولي سړی ؤ هم د جګړې، هم یې سنګر ټینګ او قوي کړی ؤ او هم یې دفتر فعال ساتلی ؤ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د