مخ را لوڅ کړه جعلي منصور يې که اصلي

ليکنه : شريف الله (پکتياوال)

له نن نه څلور کلونه مخکې شايد په دې وخت کې به ملا محمد عمر (مجاهد) (رحمه الله) ژوندی وو چې د طالبانو اوسني شهيد شوي مشر ملا اختر منصور د نائب په صفت کار کاوه، که څه هم ما کومه رسمي دنده نه درلودله، خو له يوه ډير نږدې ملګري سره هغه مجلس ته ولاړم کوم چې د ملا اختر منصور لخوا رابلل شوی وو.

په دغه مجلس کې چې شاو خوا تر پنځه ويشتو کسانو پورې ملګرو پکې ګډون درلود، ټول يې نظامي جګپوړي مشران او د لوړو دندو مسئولين وو.

مونږ ټول په يوه لوی اطاق کې منصور صاحب ته په انتظار وو، له افغاني دود سره شينې چای مو غوړپولې او د ناستو کسانو لخوا عجيب او غريب واقعات ذکر کيدل، شيبه وروسته د اطاق په دروازه کې کوربه غږ کړ چې منصور صاحب راغی، په اطاق کې ټول موجود کسان په ډير احترام او آدب ودريدل او د اطاق په دروازه يې سترګې ورخښې کړې.

منصور صاحب په داسې حالت کې راننووت چې مخ يې په يوه خړ رنګي دسمال پټ کړی وو، دا د ګرمي موسم وو، شايد د ګرمي له امله يا د خپل امنيت په خاطر به يې ځان پټ کړی وو، له راننوتو سره سم يې نبوي سنت (السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته) پر ځای کړل، او له ټولو سره يې په غيږ ستړې مشې شروع کړه.

د ستړې مشې په وخت کې يوه ملګري پرې ږغ کړ : مخ رالوڅ کړه جعلي منصور يې که اصلي (تاسو ته به په ياد وي چې د منصور صاحب په نام يوه کس چې ويل کيدل په کوئټه کې يو دکاندار وو د کابل له ادارې سره ښه پخه غولوونکې او شرموونکې معامله کړې وه).

دغه کس چې په منصور صاحب يې ورته ږغ وکړ ماته د منصور صاحب ډير نږدې ملګری ښکاره شو، او په دې هم وپوهيدم چې منصور صاحب له خپلو ملګرو سره ټوقې او مزاحيه خبرې هم کوي، د همدغه ملګري په خبره ټول له خندا شنه شول، دا چې منصور صاحب په ستړې مشې مصروف وو کيدای شي چې خندلي به يې وي خو ما يې خندا وا نه آوريده.

له ستړې مشې چې فارغ شو د اطاق پورتني ديوال ته د څلورو ملګرو په مينځ کې کيناست، له کيناستو وروسته بيا يې له ټولو ملګرو سره له افغاني دود سره سم ښه جوړ فخير وکړل، بيا يې سورت نصر تلاوت کړ او ښه اوږده دعا يې وکړه، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په حق کې يې د بخښنې عجيبه الفاظ وويل کوم چې له همدغو نظامي ملګرو سره د جګړو په ترڅ کې شهيدا شوي وو.

وروسته يې يو ګلاس اوبه وغوښتې، د اوبو له غړپولو وروسته يې په سر پروت دسمال ليرې کړ او په هغه ملګري يې ږغ کړ چې ورته وې ويل (مخ رالوڅ کړه جعلي منصور يې که اصلي) مولوي صاحب څنګه يې، په کور کې دې خير ده، ملګري مو ښه دي، په دې وخت کې په خپله منصور صاحب او نورو ټولو ملګرو عجيبه له مينې او محبت ډکه خندا وکړه.

وروسته منصور صاحب خپلې خبرې پيل کړې، د خبرو په پيل کې يې وويل : د الله تعالی جل جلاله ډير شکر پکار ده، شپه او ورځ الله تعالی ته متوجه کيدل پکار دي، چې له مونږ سره يې ډير نصرت کړی، او مونږ ته يې ډيره لويه کاميابي راکړې :

مونږ او تاسو هره ورځ وينو چې ملګري پوستې فتحه کوي، لوی لوی بيسونه فتحه کوي، ولسوالۍ فتحه کوي، دا د الله تعالی جل جلاله نصرت دی، دا د الله تعالی جل جلاله خصوصي پيرزوينه ده، دا د الله تعالی جل جلاله هغه ډول مرسته ده لکه په بدر او نورو ځايونو کې يې چې له خپلو مخلصو بندګانو صحابه کرامو رضی الله عنهم سره کړې وه، شکر پکار ده، الله ته متوجه کيدل پکار دي، عجز او زاري پکار دي، شپه او ورځ الله تعالی جل جلاله ته ژړا پکار ده چې نوره مرسته هم راوليږي، نوره هم راوليږي.

خو په دې باره کې هدايت دا ده چې کله هم ملګري پوسته، بيس، د ولسوالۍ مرکز يا د دښمن بل مرکز فتحه کړي نو په ډله ييز ډول دې ملګري همغه ځای ته نه ورځي، هلته دې نه پکې اوسيږي، هلته دې نه پکې ايساريږي، ځکه که له يوې خوا د هوائي ځواک خطر دی، له بلې خوا دا خطر هم شته چې مکار دښمن دې په خپل مرکز کې بمونه ځای پر ځای کړي وي او د ملګرو د داخليدو په وخت کې دې انفجار ورکړي، لهذا په هيڅ صورت کې اجازه نشته چې ملګري بې پروايي وکړي.

دويمه خبره دا ده چې مونږ او تاسو ته چې هر وخت د دښمن له لوري ضربه رسيدلې، وروسته چې معلومات شوي بيا معلومه شوې چې ملګرو بې غوري کړې وه، بې پروايي يې کړې وه، پهره يې نه وه درولې، ګوری ملګرو پهره کول نه يوازې دا چې ضروري ده، بلکې لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده پهره کول ډير اجرونه او ثوابونه هم لري، لهذا هدايت دا ده چې له دې وروسته ټول مجبور او مکلف يو چې شه بيداره پهره (چوکيداري) به کوو، ترڅو خدای مکړه د لږ بيغوري له وجهې ملګرو ته زيان ونه رسيږي.

بله خبره دا ده چې له عام ولس سره ډيره ګزاره کوئ، د سپين ږيرو ډير قدر او احترام کوئ، له ځوانانو سره يې په معمولي او وړه خبره جنجال مکوئ، ځکه چې دا مجاهد ولس دی، دا قهرمان ولس دی، دا هغه ولس دی چې تاسو ته ډوډۍ درکوي، تاسو ته شپه او ځای درکوي، له تاسو سره همکاري کوي.

مونږ او تاسو خو بل څوک نلرو، دا د همدغه ولس بچيان دي چې جهاد کوي، مونږ او تاسو هم د همدغه ولس بچيان يو، بل د جهاد تګلاره همدوی راته پرې ايښې ده، که دوی له روسانو سره جهاد نه وای کړی، خدای خبر چې نن ورځ به د افغانانو څه حال وو، همدا دوی وو چې روسان يې مات کړل او وطن يې راته آزاد کړ.

عام ولس ته د پاملرنې په باره کې هدايت دا ده چې بې موجبه له عام ولس سره کار مه لرئ، تکليف مه ورته رسوئ، او که له هر چا څخه په دې باره کې شکايت راشي پوښتنه به ترې کيږي، که چيرته خدای مکړه د يو چا لخوا بې موجبه او ناحقه ولسي کس ووژل شي او مونږ ته د مقتول کورنی عارضه شي نو مونږ به هغې ته اختيار ورکړو چې قاتل قصاص کوي، که ديت ترې اخلي او که يې بخښي، مونږ او تاسو ټول په دې مجبور او مکلف يو چې خپل مربوط ملګري په دې خبر کړو.

بيا يې ټولو ملګرو ته د خبرو کولو وخت ورکړ، د ماسپښين له لمانځه وروسته ډوډۍ وخوړل شوه، د ډوډۍ په سر يې د هيواد د يو شمير سپين ږيرو علماء کرامو پوښتنه وکړه، چې فلانی وفات شوی که ژوندی دی، ديته وايي مشر، ديته وايي رهبر، ديته وايي امير.

پای

دا زما په خپل ژوند کې هغه خاطره ده چې هيڅکله به مې هيره نشي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د