نظــر

آیا دا خلک سوله پیژني!!!؟؟؟

لیکوال: اینجینر عبدالحق زاهد
لیکوال: اینجینر عبدالحق زاهد

عبدالحق ‌زاهد

لدی خلکو څخه مې مطلب هغه کسان، هغه ډلې او کړۍ دي چې دا څو ورځې یې خپل فعالیتونه د سولې په مقابل کې پیل کړي دي او نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امن راشي او زما په اند همدوی ته د سولې قاتلین ویلی شو. رابه شو دی ته چې دا کوم خلک دي او ولې د سولې مانع ګرځي.

دا هغه خلک دي چې نن سبا یې د سولې په ضد خپل تبلیغات په داسې حال کې پیل کړي دي چې اسلامي حزب د ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغان حکومت سره د سولې خبري پیل او له نیکه مرغه تر ډیره حده بریالۍ شوې هم دي چې دا د ملي یووالي د حکومت لپاره یوه ترټولو لویه لاسته راوړنه بللی شو او د خلکو باور یو څه لاسته راوړلی شي په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت خپل مشروعیت ورځ په ورځ له لاسه ورکاوه. او دا څورلس کاله موږ همدا د سولې چیغې وهو او اورو یې  او ټوله ملامته په مخالف لوري یعني په طالبانو، حزب اسلامي او نورو ډلو ور اچوو په داسي حال کې چې د سولي اصلي دوښمنان د دې نظام په ننه کې پراته دي چې هر وخت یې د سولې د راتګ مخینوی کړي دا چې موږ پدې تر کومه ځایه خبر یو له دې څخه ښه معلومیږي چې له حزب اسلامي سره د حکومت خبري یې هیڅ ونه شوی زغملای او بلاخره یې په ډیره بې شرمانه توګه خپل تعصبناکه څیرې څرګندې کړي او په برالا توګه وایي چې باید د سولې خبرې وڅنډیږي یا هیڅ ونه شي او هغه کوم دلایل چې دوی نیولي هر افغان پرې پوهیږي چې دا هرڅه د سولي د نه راتګ دلیل نه شي کیدای.

رابه شم دی سوال ته چې آیا دا خلک سوله پیژني!!!؟؟؟

هغه ډلې ټپلې، ټولنې، سیاسون او افراد چې د سولې مخالفت کوي هغوی وايي چې په سوله کې باید دا یوه لوری تسلیم شي، لدې سره حساب وشي هغوی محاکمه شي، په هغې باندې حق الله او حق العبد ثابت شي هغې په مقابل کې ورته جزا ورکړل شي او بل لوری دې بیغمه ګرځي هغوی سوله دې ته نه وایي چې یوه منازعه، یوه جګړه یو مشکل چې ددو ډلو ترمنځ وي په خبرو او یو بل ته په تیرښت حل شي د یو او بل اشتباهاتو څخه تیر شي او په راتلوونکي د یو ښه او قوي نظام د رامنځته کیدو پریکړه وکړي.

که د حزب اسلامي او ملي یووالي د حکومت تر منځ د سولې په پروسه باندې لږ فکر وکړو پداسې حال ترسره کیږي چې د اسلامي حزب مشر بدون له هر ډول شخصي او حزبي امتیازاتو څخه پرته او په خپله غوښتنه د سولې په پروسه کې ځان شریک کړ او غواړي چې دي بدبختیو ته د پای ټکی کیږدي سره ددې چې د طالبانو په نسبت د حزب اسلامي وسلوال فعالیتونه ډیر کم او په دې اخرو کې خو بیخي په نشت حساب وو، پداسې حال کې چې د طالبانو وسلوال فعالیتونه بیخي ډیر او حتي په اکثرو لري ولایتو کې یې حکومت تر محاصرې لاندې دی او ددې په څنګ کې یې د سولې لپاره چې کوم شرطونه وړاندې کړي څو وارې له اسلامي حزب څخه جدي دي دا چې زموږ دا ډول خلک نن د اسلامي حزب سره د سولې خبرې نه شي منلای نو آیا دا امکان لري چې دوی دې له طالبانو سره د سولې خبرو ته غاړه کیږدي دا خو معلومه ده چې نن دوی د اسلامي حزب سره د سولې دومره مخالفت وکړ سبا د طالبانو سره د سولې په مقابل کې بیخې جګړه پیلوي. اوس نو هغوی هم پدې پوه شول چې له دا ډول سرنوشت سره به مخامخ کیږي.

آیا سوله داسې وي چې ته یو سیاسي لوري ته وایې چې راته تسلیم شه او حساب راکړه او کوم اشتباهات چې له تا څخه شوی باید محاکمه شي او خپل ځان ته هیڅ ګوته ونه نیسي.

آیا په داسې حال کې به طالبان سولې ته زړه ښه کړي لکه څنګه چې د اسلامي حزب په وړاندې ترسره کیږي. خو اوس پدې باندې ټول افغانان وپوهیدل چې د سولې خبرې فقط د ملت د خطا کولو لپاره وي تر څو ملت فکر وکړي چې حکومت ددوي غم خور دي کنه نو نن ولې ددې ډول خلکو مخنیوی نه کوي چې په څرګند ډول د سولې مخالفت کوي سمه ده له هغې څخه به یو لړ اشتباهات شوي وي آیا هغه په دې ارزي چې زموږ دا خوار ملت دي د تل لپاره د جنګ په لمبو کې وسوځي، آیا زموږ په دې موجوده حکومت کې داسې افراد نشته چې د زرګونو بیګناه افغانانو په وینو یې لاس سره دي، آیا دا محکمه او عدالت فقط د یوچا لپاره وي که د ټولو لپاره…

خو متاسفانه چې باید ووایو زموږ خلک همیشه د یو کوچني اشتباه لپاره یو لوی قیمت او دا چې نن زموږ سیاسون خلکو ته ځان وښیي چې زما دومره هرڅه ته فکر دي داسې یوه څه وايي چې که ددوی په خبرو مو دا ځل هم دا فرصت له لاسه ووت بیا به هیڅکله هم لاسته رانشي او په ډیره لوړه بیه به راته تمام شي، دا چې زه نه سیاست پوه یم نه مې کومه داسې لیکنه کړي خو بیا مې هم له ټولو افغانانو څخه هیله مند ده چې دې سولې ددې بهیر هر اړخیزه ملاتړ وکړي ځکه موږ سولې ته ضرورت لرو هغه که نن وي او سبا سولې ته مو ضرورت دي نو ددې لپاره باید د خپلو شخصي، سمتي او حزبي ګټو لپاره دا هر څه له لاسه ورنکړو او هغه خوار او بې وزلې په غم ککړ او ویرجن افغانان په نظر کې ونیسو چې ددې بدمرغه جنګ له لاسه سره ددې چې هر څه یې له لاسه ورکړی په یوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه دي او له حکومت څخه مو هم همدا هیله ده چې د سولې دروازې همداسې خلاصې پریږدي او د هغو کړیو او افرادو تر تاثیر لاندې را نه شي کوم چې نه غواړي سوله راشي دا چې ولې نه غواړي سوله راشي ډیر دلایل لري او موږ پدې پوهیږو چې دا خلک ګرم هم ندي ځکه دا خلک له هیڅ نه داسې ځای ته ورسیدل چې راباندې حکومت کوي او د همدې خلکو ځایونه یې نیولي دي چې نن يې نه شي زغملی.

د یو آباد سوکاله او سولییز افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x