ادبي لیکني

ماخوستن لږ وختي مې له سترګو څخه پنا شوه

ماخوستن لږ وختي مې له سترګو څخه پنا شوه، پوه نه شوم، چې څه وجه وه، له یوې خوا مې مناسب وخت پیدا نه کړ، چې څو شېبې له مینې نه په ډک نظر ورته وګورم او له بلې خوا نن د نورو ورځو په پرتله یو څه ستړی وم، خو دومره مې په یاد دي، چې خپلې کوټې ته په تلو تلو کې یې راته وویل:

نن تر ډېره ناوخته مه کېنه، ستړی یې، ژر پرېوزه چې دمه دې جوړه شي!!!

د شپې دوې بجې وې، چې تندې پسې واخیستم، ګرمي وه، په کوټه کې اېښې اوبه مې ټولې څښلې وې، بېرون ته ووتم، د شپې یخه هوا ښه راباندې ولګېده، د اوبو له څښلو وروسته څو دقیقې په حوېلۍ کې وځنډېدم، آسمان ته مې وکتل، تورې شپې ته رڼو ستورو بېل ښایست وربښلی ؤ، چې ډېرو یې په خپلو کې یو بل ته د مینې سترګکونه وهل.

شپې لنډې وې، باید خوب مې پوره کړی وای، ځکه سبا د دفتر کارونه را په غاړه وو، خپلې کوټې ته په تلو تلو کې مې د هغې د کوټې د کړکۍ خواته د سترګو له کونجو ور ورکتل څه مې تر سترګو نه شول، په بیړه خپلې کوټې ته ننوتم.

تر سهاره په همغه یوه اړخ وېده شوی وم. زما عادت ؤ، چې د سهار له لمانځه وروسته به مې هره ورځ ترې پوښتنه کوله، چې شپه څنګه پرې تېره شوې، ځکه نور خو هسې هم د ورځې لخوا نشم ور سره لیدلای، همدا سهار او ماښام د لیدلو موقع وي او د رخصتۍ په ورځو کې خو هسې هم یو زیات شمېر اړین کارونه وي، چې ایله تر هغې پورې رسېدای شو.

د کوټې له کړکۍ مې ور وکتل، قرآن کریم یې په لاسونو کې نیولی ؤ، مخ په قبله لاس په دوعا ناسته وه، د هغې په لیدو مې سترګې ډېرې خوږې شوې، زړه مې هم یو ډول ډاډه شو او له ځان سره مې وویل، چې ګوندې ما هم په دوعا کې یاد کړي.
دروازه مې ور خلاصه کړه، په لپه کړو لاسونو کې نیول شوی د خدای کتاب یې سترګو ته یووړ، ښکل یې کړ او ماته یې مخ راواړاوه…

ما هم بیړه وکړه، د شپې د تېرېدو پوښتنه مې ترې وکړه، په ورین تندي او له موسکا ډکه خوله یې راته وویل: شکر دی، زه ښه یم ته څنګه یې؟ د شپې خو به نارغ شوی نه وې؟ معده خو به دې ښه وي؟!

په تعجب ډول مې ورته وویل: هو ښه یم، د شپې ګرمي وه، تږی شوم، یوځل بیرون ته را ووتم، اوبه مې وڅښلې او بېرته خپلې کوټې ته لاړم، تر سهاره داسې ویده شوی وم، چې په بل اړخ هم نه یم اوښتی، ولې؟ تا خو به څه په خوب نه وم لیدلی؟

سترګې یې را پورته کړې، نه په خوب خو مې نه یې لیدلی، خو کله چې د شپې ته بېرون ته ووتلې زه ویښه وم، چې بېرون وځنډېدې یو ډول تشویش را سره پیدا شو، ما وېل هسې نه چې خدای مه کړه ناروغ شوی وې، ومې غوښتل چې بېرون ته در ووځم، خو بیا مې له ځان سره وویل، هسې نه چې دواړه په خبرو شو ټول به را ویښ شي، ځان مې غلی ونیو له کړکۍ مې ستا د کوټې لاره څارله، له څان سره دې پرېکړې ته ورسېدم، چې که یې لاسونه معدې ته نیولي وي او په لاره خم خم روان وي نو خامخا د ناروغۍ نښې دي او که داسې څه مې تر سترګو نه شول، نو کومه خبره نشته.

په همدې سوچونو کې وم، چې ته د خپلې کوټې په خوا په ګړندیو ګامونو نېغ روان وې، ستا د روغتیا له امله مې خدای ته شکر وایست، ډېرې دوعا ګانې مې درته وکړې، خو تر سهاره مې سترګې پتې نه شوې، خوب را نه وتښتېد، سوچونو په سر واخیستم، د وطن د نا امنیو ټولې زړه بوږنوونکې پېښې مې یوه یوه تر سترګو تېرېده، ته به مې په خپله غېږه کې ترې ساتلې او تا ته به د یوه خوشاله او آرامه ژوند د برا برولو په لټه کې وم…

د هغې عواطفو مې په زړه حمله وکړه، له خوښیو نه مې زړه په ټوپونو شو، په سترګو کې ډنډ اوښکې مې کنترول کړې، د ډېرو ویلو توان را سره نه ؤ، په ساده او لنډو کلیمو کې مې ترې مننه وکړه، ته ماته تشویش مه کوه، شکر چې ته جوړه یې، ته چې راته ژوندۍ وې داسې یې وبوله، چې هرڅه لرم…

په زړه کې مې وویل: مور څومره مهربانه ده، د اولاد له غمه شپه په ویښه تېروي، د اولاد په حق کې خدای ته زارۍ کوي، د اولاد لپاره د ښه ژوند د راتلو په فکرونو کې تر سهاره د خیال په ټالونو کې ټالۍ وهي، خو اولاد څومره بې پروا دی، یوه ورځ هم په دې اړه فکر نه کوي، چې د مور حق څنګه ادا کړم!!!

لیکنه: مجیب الرحمن محمودي
22ـ06ـ1392

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x