د هیواد په داخل کې د اجباري کډوالۍ هیښونکي ارقام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د بښنې نړیوال سازمان د وروستۍ اعلامیې له مخې د افغانستان په داخل کې د جګړو له وجې د بي ځایه شویو شمیر ۱.۲ میلیون تنو ته رسيدلى دى.

د یاد سازمان د صادرې کړل شوې اعلامیې پر اساس د بي ځایه شویو کډوالو په شمیر کې دغه لوړ والی د روان کال د اپریل په میاشت کې تر سره شوی چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې خلګ د جګړو او نا امنیو له کبله دخپلو سیمو او کورونوپریښودو ته اړیستل شوي.

دا چې د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې د داخلي بي ځایه شویو شمیر ۱.۲میلیونو ته رسیدلی خدای خبر چې د کال تر پایه به د هغوی په شمیرکې نور څومره زیاتوالی راشي.

د بښنې سازمان په رپوټ کې د بي ځایه شویو د کډ والۍ لامل جګړې او نا امنۍ ښودل شوي، او ریښتیا هم چې د روان کال پیل په هیواد کې په تیره شمالي ولایتونو کې د جګړې په سختیدلو سره شوې.

د همدې کال په پیل کې یواځې د بغلان ولایت په ډڼد غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې تر ۳۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ په ولسي سیمو باندې د بمباري او دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله د خپلو کلیو پریښودو ته اړیستل شوې دي.

همداراز د سرپل ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ډیري پښتون میشتې سیمې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال دوستم د تصفیوي عملیاتو له امله تخلیه او په زرګونو کورنۍ یې له خپلو سیمو څخه په اجباري ډول بي ځایه کړل شوې دي.

د مي د میاشتې په ۱۸ نیټه د جوزجان او سرپل ولایتونو یو شمیر مخورو او قومي مشرانو په مزار شریف کې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې شکایت وکړ چې له دوي سره د قومي توپیرونو له مخې ناسم چلند کیږي او د جنرال دوستم د اړونده ځواکونو لخوا په زور له خپلو کورونو څخه ایستل کیږي، ځورول کیږي او حتی په ښځمنو یې د وسلو پیرونه کیږي.

خو سره له دې چې د بغلان، سرپل ، جوزجان او فاریاب بي ځایه شویو کډوالو د خپل مظلومیت آواز تر دولتي چارواکو ، د بشري حقونو مدافعو ټولنو، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او خپله د بښنې تر نړیوال سازمان پوري رسولی ، مګر تر اوسه پوري هیڅ کومې دولتي اوغیر دولتي مرجع د هغوي د مظلومیت غږ نه دی اوریدلی.

همدا لامل دی چې په هیواد کې د بي ځایه شویو خلګو شمیر په هیښوونکي ډول پورته ولاړشي.

اجباري مهاجرت پر فقر، بیکاري او نا آمنی سربیره یو بل ستر ناورین دی چې افغانان ورسره مخ کیږي.

لهذا د ګډ حکومت مسؤلو چارواکو ته په کار دی چې د دې ناورین په مخنیوي کې اقدام وکړي ، که بي ځایه شویو خلګو ته د اوسیدنې لپاره ځای ځایګی نشي پیداکولای کم ترکمه خپل پوځي لوړ رتبه چارواکي او د هغوي تر لاس لاندې وسله وال خو باید له داسې کارونو راوګرځوي چې د هیواد والو د اجباري مهاجرت لامل ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د