نړۍ

پاکستان کې توپانونو ۱۴ تنه وژلي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): خيبر پښتونخوا، راولپينډۍ، پنجاب او اسلام اباد کې توپانونو ۱۴ تنه وژلي دي او ۱۵۰ يې ټپيان کړي دي.

تېره شپه د تېز باران او توپان له امله ونې او د ودانيو ديوالونه نړېدلي، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيبرپښتونخوا پېښور، نوښار او شاوخوا سيمو کې د تېز توپان له امله يې ودانۍ نړېدلي، ونې او تجارتي لوحې هم راپرېوتي دي.

t2

طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ويلي، چې پېښور کې د يو کور پرېوتو له امله يوه ښځه او د هغې شپږ مياشتني زوی په ګډون اووه تنه مړه شوي، همدا رنګه پبو، نوښار او چارسده کې د يو يو تن د مړه کېدو خبر ورکړای شوی او ګڼ نور کسان يې ټپيان کړي دي.

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې د توپان رفتار د ساعت په حساب ۱۳۰ کيلومټره و، چې له امله يې د ګڼو ودانيو ديوالونه نړېدلي، سلګونو ونې يې له بيخه ويستلي او په ګڼو سيمو کې د توپانونو له امله برېښنا هم پرچاو ده.

طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې اړوندو مسوولينو ته يې دنده سپارلې، چې د توپان له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه څېړنه وکړي او زيانمنو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

بل پلو راولپينډۍ او پلازمېنه اسلام اباد کې د سړک د غاړې ونو او ديوالونو د پرېوتو له امله هم ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

t3

اسلام اباد کې د خام کور پرېوتو له امله د يوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي.

د چارواکو له قوله د راولپينډۍ ډهوک حسو سيمه کې د برېښنا تار شلېدو له امله پنځه تنه مړه شوي او په ټول ښار کې له سلو زيات کسان ټپيان شوي دي.

اسلام اباد ته څېرمه په سبزي منډۍ کې د برېښنا تارونو له امله اور لګېدلی و، مګر اطفاييې پر وخت دغه اور مړ کړ.

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې راولپينډۍ او اسلام اباد کې د يو ساعت په حساب د توپان رفتار ۱۴۸ کيلومټره و، چې له امله يې د ګڼو ودانيو شيشې ماتې شوې او  د ونو پرېوتو له امله ګڼ موټر هم خراب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x