افغانستان

د باميانو والي د اهل سنت له لوري د جومات جوړولو «مخنيوی» کوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د باميانو پښتانه او تاجک اهل سنت وايي، چې شيعه والي محمد طاهر زهير ورسره مذهبي کرکه پالي او په دغه ولايت کې يې د اهل سنت له لوري د نوي جومات پر جوړولو بنديز لګولی دی.

د باميانو پښتانه او تاجک اهل سنتو مشران شکايت کوي، چې والي او اړوند چارواکي پر دوی بنديز لګوي، چې په خپل ملکيت ځمکه کې جومات اباد کړي او له هغې وروسته يې امر کړی، چې د نو اباد په سيمه کې د پښتنو او تاجکو دوکانونه او مارکيټونه ونړوي.

د باميانو د عدالت غوښتنې ټولنې غړی محي الدين فرهمند وايي، چې امنيتي ځواکونو د والي په امر د سيمې يو مخور معلم قدرت الله ډبولی او د هغه کور يې هم نړولی دی.

د باميانو خلکو ګواښ کړی، که مرکزي حکومت د ولايتي چارواکو له لوري د روانو ظلمونو مخنيوی ونه کړ، نو دوی به پراخې ولسي مظاهرې پيل کړي او د خپلو حقونو لپاره به تر هر ځايه ولاړ شي.

د تاجکانو د عدالت غوښتنې ټولنه وايي، چې اوس هغه وخت نه دی پاتې، چې څوک دې د يو قوم د له منځه وړلو لپاره د پرديو ستراتيژي پر مخ بوځي.

د باميانو خلکو پر والي تور لګولی، چې د ايران په «مستقيم امر» باميانو کې د سنيانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او مرکزي حکومت بايد د ولایتي چارواکو د دغه ناوړه چلند مخنيوی وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د باميانو پښتانه او تاجکان د ولايتي چارواکو له کړنو سر ټکوي، بلکې له دې وړاندې هم زورواکو هزاره‌ګانو باميانو کې د پښتنو کوچيانو پر ځمکو او پټيو بريدونه کړي او د دوی ځمکې يې نيولي دي.

د باميانو پښتانه وايي، چې د هزاره‌ګانو سياسي مشران حاجي محمد محقق، کريم خليلي او سرور دانش باميانو کې د زورواکو هزاره ګانو ملاتړ کوي.

د باميانو والي او مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x