نړۍ

مرسي: تر اخیري سلګۍ پورې په خپل موقف ټینګ ولاړ یم

د مصر د ګوښه کړل شوي ولسمشر محمد مرسي کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي چې نوموړي له خپلې کورنۍ سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به په خپل موقف ټینګ ولاړ وي.

دغې سرچینې دا هم ویلي چې له دې وړاندې مرسي دوه کرته نور له خپلې کورنۍ سره ټلیفوني اړیکه نیولې او د خپل صحت او روغتیا په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړی.

د ترکیې رسمي خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د یوې ځانګړې (مخفي) ټلیفوني شمیرې له لارې مرسي د خپلې کورنۍ غړو ته ویلي چې “تر وروستۍ سلګۍ پورې په خپل دريځ ټینګ ولاړ یم، او د مصر حالات په تفصيلي ډول تعقیبوم”.

د سرچینې په وینا، د خبرو له انداز څخه د مرسي معنویات “ډیر اوچت” معلومیدل، او د ځینې داسې پیښو په اړه یې خبرې کولې چې د مصر له وضعیت څخه یې د نوموړي په آګاهۍ دلالت کاوه.

د دغې ټلیفوني اړیکي مشخص وخت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي چې شپږ ورځې مخکې دا اړیکه نیول شوې.

د تحقیقاتو په اړه مرسي د خپلې کورنۍ غړو ته ویلي چې کله محققین د تحقیق لپاره ورغلل، ده ورته وویل چې “زه د هیواد منتخب ولسمشر یم”.

دغې سرچینې د مرسي له قوله ویلي چې د محققینو سترګې تړل شوې وې، ترڅو د نوموړي موقعیت کشف نه شي.

سرچینې دا هم ویلي چې مرسي د خپل ځای ځایګي په اړه هیڅ ونه ویل او داسې معلومیده لکه چې پخپله هم نه پوهیده چې په کوم ځای کې دی، او دا یې هم ونه ویل چې ایا مصري چارواکي په دغه ټلیفوني تماس خبر دي او که نه.

د سرچینې په وینا، له وروستي ټلیفوني تماس څخه درې ورځې مخکې مرسي له خپلې کورنۍ سره لنډه تلیفوني اړیکه نیولې وه، خو په هغې کې يې یوازې د خپلې كورنۍ د حال پوښتنه کړې وه او د خپل صحت او روغتیا په اړه یې اطمنان ورکړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x