نظــر

د تورخم دروازه // سلمان سعید

د مسافرو پر مخ د طورخم دروازې بندول او له پاسپورټ پرته افغان مسافرو ته اجازه نه ورکول یو لړ شکونه را ولاړوي.

لومړی : امکان لري چې اشرف غني د پاکستان سره د ډیورنډ خط په رسمیت پیژندلی وي ، نو کله چې یو سیمه د دوه هیوادونو له لورې د سرحد په رسمیت وپیژندل شي نو دواړه لورې مسافر باید له ځان سره ویزې او پاسپورټونه ولري.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د فیسبوک پر پاڼه منلي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټونو او ویزو درلودل اړین بللي او زیاته کړي یې ده چې د پردې تر شا که څه خبرې شوي وي زه ترې خبر نه یم.

دویم : سیاسي شنونکي وایي چې په تېرو دوه کالو کې د ولمسشر اشرف غني بهرنۍ پالیسي له ګڼو لاسته راوړنو ډکه وه ؛ که داسې وانګیرو نو د پاکستان پر وړاندې د اشرف غني پالیسي له نورو هېوادونو پرتله ډیره ګټوره او پر ځای وه ، دنیا ته یې قناعت ورکړ چې پاکستان له طالبانو سره مرستي کوي ، له القاعده سره مرستي کوي او همدا کیدای شي چې نړیوالو پر پاکستان مرستې وځنډولي.

دریم: افغان دولت ته واضحه شوه چې پاکستان پر طالبانو هیڅ ډول اغیز نه لري ، که یې درلودلای نو د سولې په څلور اړخیزه ناستو کې به یې خبرو ته کینولي وای.
افغان دولت له تیرو څو کلونو راهیسي پاکستان ته په همدې خاطر امتیاز ورکوی چې دوی پر طالبانو رسوخ لري خو اوسني دولت ته په ډاګه شوه چې دوی پر طالبانو هیڅ ډول اثر و رسوخ نه لري نو د امتیازاتو ورکولو څخه یې ډډه وکړه شاید پاکستان پر افغان دولت د طورخم دروازې پر بندولو یو لړ فشار راوړي تر څو د سولې په خبرو کې امتیاز ورکړل شي.

پایله:

که له پورته خبرو هره یوه یې وي د افغان ولس او پاکستان دولت پر زیان تمامیږي ځکه پاکستان له همدې لارې خپل یوازینی مارکیټ (افغانستان) او مرکزي آسیا ته خپل توکي صادروي او له بل پلوه افغان ولس د پولي دواړه خوا میشت دی مریضان له همدې لارې پاکستان ته بیایي ، خپلوانو سره د لیدو لپاره له همدې لارې تګ راتګ کوي او د نورو ډیرو کارونو لپاره له همدې لارې کار اخلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x