شعـــــرونه

لويه خدايه، لویه خدايه! «نظم»

عبدالمالک همت

(د بېټ نیکه د مناجات پر وزن)

لويه خدايه، لويه خدايه!

داوګړي څه سوه خدايه!

داخو ټوله مړه سوه خدايه!

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

دا زموږ وطن خو وران سو

وران مو ګران افغانستان سو

خلک ټول ترې په واته سوه

هره خوا خواره واره سوه

لور په لوري کنډوالې دی

په هر لوري هديرې دي

بمبارۍ دي په هرځايه

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

ملک نيولی غليمانو

ښکېلاکګرو ظالمانو

هره خوا يې جوړ غوبل دی

د جګړې اور پکښي بل دی

وچ لانده پکښي سوځيږي

افغانان دي وژل کيږي

دابهير خو سو ناپايه

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

چلوټۍ دي د پرديو

کړو اخته يې په بديو

يو او بل يې دښمنان کړو

يو پر بل یې بدګومان کړو

هره خوادي نفرتونه

خپلمنځي اختلافونه

د هر چاده بېله رايه

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

خلک مو ټول بې اتفاق سوه

سر په شر او په نفاق سوه

يو د بل خبره نه اوری

د پردو خبره ښه اوری

ډېر د نورو غلامان دي

پردي پالي، خود کشان دي

خپل بار وړي د بل ترسرايه

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

نو ای خدايه، لويه خدايه!

دا وګړي جوړ کړې خدايه!

ته د دوی ماغزه ورسم کړې

ورک له زړو يې چم و خم کړې

رښتيانۍ پوهنه ورکړې

ستا پر لار يې برابر کړې

غيرتيان پکښېکي ډېر کړې

تر پردو يې خپل ورتېر کړې

ښه پوهان يې په نصيب کړې

بې ترتيب کار يې ترتيب کړې

بيايې ښاد کړې سرترپايه

لويه خدايه، لويه خدايه!

 

ځيني خلک تا وهلي

په تن پاک به زړه ناولي

کړي چوپړ د دښمنانو

سوه بدخواه د افغانانو

پر رښتينو بد رد وايي

ښه افغان په بدو ستايي

”همت“ هسي خوار سو خدايه!

لويه خدايه، لويه خدايه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x