شعـــــرونه

خلک شادي ته د شادي د سر پیوند اچوي «نظم»

حامدالله ستون

دا هم دروغ دي چې یادښت به د چا اور نه اخلي
دا هم دروغ دي چې وجوده ودانېږې به نه
ته به نو څه یې حافظه کې چې لوبېږې راته؟
ته څه څرمن یې چې په ژوند رانه بېلېږې به نه؟

ځه نو وجوده نن به نوی ابتکار وکړمه
څه د کیمیا څه د فزیک درسونه زده دي راته
خلک شادي ته د شادي د سر پیوند اچوي
داسې هم څه نا څه د طب کارونه زده دي راته

زما مقصد دی نتیجې ته رسېدل غواړمه
زه پر مخ تللو دوایانو پسې نه ګرځمه
ما ته د ستا د مرضونو د تشخیص ضرورت
زه په ډاکټر او ملایانو پسې نه ګرځمه

په دې پوهېږم چې په وینه کې دې بل څه ځغلي
څوک په کې ژوند کړي یا یې چا سره حلول کړی دی
څوک دې په غړو قبضه شوي ښايي ودې وژني
یا خو دې ساه د چا له ساه سره حلول کړی دی

تا به را ړنګ کړمه چې وګورمه څه کیسه ده
دا چې یو څوک درکې د شپې لکه ښاماره درومي
داسې خو نه ده چې رګونه دي شلېدلي وي او
وینه څرمنه کې په یوه او بله لاره درومي؟

بیا به لږ نور هم جرائت وکړمه وړاندې به ځم
ښايي چې زړه کې دې یوه نوې ناروغي ومومم
خلک مریض ته له ناچارې نه مسکا وکړي چې
شاید په دې سره ناروغ ته زندګي و مومم

دا دي یو څه خو مې په لاس او سترګو ولګېدل
خو له وجوده زهرجن غوندې حیوان ښکاریږي
نه خو یې زړه د بنیادم زړګي ته ورته دی او
نې د وجود کومه حصه د یوه انسان ښکاریږي

آه! دا له کومه وخته دلته زندګي تېروي؟
ده خو بیخي ستا له وجود سره تړون کړی دی
که یې اوس وژنې نو ته هم ورسره سم مړ کېږې
ځکه چې وینې یې له تا سره سمون کړی دی

ځه اوس یې پرېږدې له یوه بله غمه ځان وساته
دا اوس چې څوک را ننوتي دا دې وي همدلته
ښايي چې وروسته به خطر له دې نه هم زیاتیږي
دا به یوه ورځ نه یوه ورځ له لوږې مري همدلته

له دې نه پس به د مېلمه په نوم څه نه پېژنې
له دې نه پس به د زرې شان انسانیت نه کوې
خلکو ته ولې منځنۍ دروازې وازې پرېږدې؟
ګوره ته هېڅ له خپله ځانه حفاظت نه کوې

که ته رښتیا رغېدل غواړې نو ډبره اوسه
چا ته د زخم د روغتیا تسلیت مه ورکوه
پرېږده چې دوی هم لږ د دې سخیتو زور و ویني
د زړه په اړه چاته هېڅ مصلحت مه ورکوه

چا ته به نه وایې چې څوک درپسې شاته ګوري
څوک که کړیږي نو پرېږده یې چې کړیږي پسې
ته دې هم زخم تر څاڅوبي پورې مه پرېږده چې
که لږ خراب شو نو همداسې خرابیږي پسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حامدالله ستون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x