human rights afghanistan

دملګرو ملتونو د بشري حقونو دکمشنرې له نظره دپرمختګ مفهوم!

تیره ورځ دملګروملتونو دبشري حقونو کمیشنرې ناوي پیلې  دخپل مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې په دې اندیښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی او دا وېره شته چې د انتقال له پروسې وروسته د تېرې څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې له لاسه  ولاړې شي.

آغلې ناوې چې دغه څرګندونې یې په کابل کې  خبریالانوته کولې دهغو لاسته راوړنو تفصیل یې ورنه کړ کومې چې دې یې په مکرر ډول یادونه کوله او دهغوپه له منځه تللو یې اندیښنه ښوله.

دآغلي ناوې په دغو یادونوکې ډیر ترکیز دښځود حقونو په اړه  وه  چې  ددې په خبره  په تیروڅه باندې لسو کلونوکې دهغوئ  په اړه ډیر پرمختګ شوی او که په افغانستان کې دواک دلیږد په مهال  ورته پام ونشي نو هغه به ټول له منځه  ولاړشي.

دآغلي ناوې په ټول خبري کانفرانس کې دښځو دحقونو په اړه مجمله یادونه کیدله او د دې اجمالي  یادونې  دتفصیل لپاره نوموړې  دخپل خبرې کانفرانس تراخیره هم   دکومې ښکاره بیلګې په یادولو ونه توانیده .

له بده مرغه چې غربیان په افغانستان کې یواځې هغه څه دښځودحقوقو په نوم تعبیروي  اوپه هغوکې دپرمختګ دعوه کوي کوم چې ددوئ دغربي فرهنګ مطابق وي.

دبیلګې په توګه  په افغانستان کې نادولتي بهرنیو مؤسسوته دافغاني ښځو جلبول،بهرته  دتعلیمي بورسونو په پلمه  دښځو لیږل ، په اداري  اوتعلیمي دوائروکې  په مختلط ډول  دهغوئ مشارکت  او له نارینه وسره  د مساویتوب  اوبرابري  په غرض بیلا بیلو فعالیتونوته دهغوئ  هڅول  دغربیانو له نظره  دافغان ښځو  دحقونو ترلاسه  کولو مفهوم  لري.

دامسلمه خبره ده چې افغانه ښځه دټولنې دنیمايي برخې په توګه داحق لري چې دخپلې ټولنې د دیني اصولو اوکلتوري عنعناتو مطابق  له خپلو ټولو سیاسي ،تعلیمي او ټولنیزو حقوقوبرخمنه وي .

خو له بده مرغه چې په تیرې لس کلنې دورې کې که په پلازمینې کابل او دځینو نورو محدودو ولایتونو په مرکزونوکې  یوشمیر ښځې  دبهرنیانو دغربي کلتور مطابق له  خپلو حقونو تریوې اندازې برخمنې  شوې خو دهیواد په اکثریت کلیوالو برخوکې بیا دهغوئ مطلق اکثریت  دحقونو دترلاسه کولو په ځای له خپل ژوند نه بي برخې شوې ، وژل شوې ، ژوبل شوي  او دخپلو کورونو پریښودلوته مجبورې شوې .

هغه لس کلنه دوره چې آغلې ناوې پکې دښځو دحقونو په اړه دپرمختګ ادعالري په هغې کې تربل هروخت زیات دښځو حقوق ترپښو لاندې شوي ، په همدغې دورې کې دښځو دځان وژنې ګراف  هغه حدته رسیدلی چې دافغانستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي ، همداراز په نشه يي توکو دښځمنو روږدې کیدل ، دنامعلومو وجوهاتو له امله  له خپلو کورونو تیښته او په اصطلاح دامن په کورونوکې  دهغوئ میشتیدل، دزورواکو لخوا دهغوئ په عفت  تیری کول ټولې هغه ناخوالې دي چې دآغلې ناوې دپرمختګ په دوره کې دافغان ښځو په برخه شوي.

خو آغلي ناوې او دهغې اړوند دملګرو ملتونو مؤسسه  ددې په ځای  چې دافغان ښځو ددغوبدمرغیو او ناخوالو یادونه وکړې  اویا دهغه په اړه اندیښنه ښکاره کړي په هغه څه افغانې ښځمنې  تیر باسي چې هغه په حقیقت کې دافغان ښځو دپرمختګ لامل نه بلکې دهغوئ داخلاقي او کلتوري  انحطاط سبب کیږي او افغانې مسلمانې ښځې یې په هیڅ صورت  منلو ته زړه نه ښه کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د