شعـــــرونه

ښه ياران: نصيب رحماني

نصيب رحماني

دا یو څو تنه یاران راباندې ګران دي
دا یو څ تنه یاران لکه ګلان دي

دا يو څوتنه چې زه پري خوشحالیږم
دا يو څو تنه زما د رنځ درمان دي

دا یو څو تنه چې زړه مې پري راټول ده
دا یو څو تنه د لمر په شان روښان دي

دا یو څو تنه چې شړک،شړک شغلي کاندې
دا یو څو تنه بس ستوري د اسمان دي

دا یو څو تنه له مانه جدا مه کړي
دا یو څوتنه ښه رنګه انسانان دي

دا یو څوتنه چې زما په زړه کې اوسي
دا یو څوتنه خو بل رنګه ګلان دي

دا یو څو تنه چې تل رحماني ستايم
دا یو څوتنه خو ما ته قدر دان دي
ـــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x