ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۶)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

رښتونې قيصه

د محمود الحسن په نامه يوه کس د ډيپارټمنټل په نامه دکان درلود، د ۱۹۹۸ کال د اختر ورځې په سهار يې د بجلۍ د شارټ له امله اور واخيست دکان مکمل وسوځيد، په دکان کې تقريبا د يو لک روپو سامان ؤ، محمود الحسن يو څه موده وروسته بيا کار وبار شروع کړ، دا ځل يې کار وبار له پخوا څخه ښه ؤ، ځکه پخوا يې دکان په کرايه نيولی ؤ او دا ځل يې خپل جوړ کړ، د اختر په دويمه ورځ د صائم په نامه يو کس محمود الحسن ته د غمرازي لپاره ورغی، د محمود الحسن او صائم ترمينځ داسې خبرې وشوې !

صائم : محمود الحسن افسوس دی.

محمود : په کومه خبره افسوس دی، کله چې زه دې دنيا ته راغلم نو زه خالي لاس ؤم، دا هر څه راته الله تعالی راکړی وو، زه يې ډير شکر ګذار يم.

صائم : ستا کورنۍ به هم پريشانه شوې وي؟

محمود : زما کورنۍ ډيره پريشانه وه، خو ما ورته په لوی خدای جل جلاله باندې د بروسې کولو تلقين کاوه.

صائم : د دکان له سوځيدو وروسته ستا احساسات څنګه ؤ؟

محمود : چيرته چې ګټه وي هلته نقصان هم وي، زما په خدای تعالی باندې يقين ؤ چې دوباره به يې راکړي.

د دويم دکان له جوړيدا وروسته د صائم او محمود الحسن خبرې !

صائم : مبارک شه.

محمود : ډيره شکريه

صائم : د کار وبار لپاره دې سرمايه له کومه کړه؟

محمود : زيورات مې خرڅ کړل يو څه سرمايه مې پيدا کړه.

صائم : کله دې چې په دويم ځل کار وبار شروع کاوه نو تا څنګه سوچ کاوه؟

محمود : زما پوخ يقين ؤ چې زه به کاميابيږم او دا ده اوس وينم چې زما کار وبار له پخوا څخه ښه دی او زه هر وخت د الله تعالی شکر اداء کوم، ځکه دا زما يقين دی ! الله چې چا ته وغواړي بې حسابه رزق ورکوي.

صائم : تا له پخواني ځای څخه دکان ولې نقل کړ؟

محمود : په اصل کې پخوانی ځاي په کرايه باندې ؤ.

صائم : دا ځای خو له مارکيټ څخه ليرې دی.

محمود : هو ! له مارکيټ څخه ليرې دی، مګر دا ځای مې خپل دی.

صائم : دې ځای ته د دکان په راوړلو دې کورنۍ راضي وه؟

محمود : زما د کورنۍ دا خيال ؤ چې دا ځای له مارکيټ څخه ليرې دی، دلته دکان نه چليږي.

صائم : بيا دې هم دکان نقل کړ؟

محمود : زما پوخ يقين ؤ چې د رزق ورکونکی الله جل جلاله دی، هغه ذات يې په هر ځای کې ورکولای شي، بله په زړه پورې به دا درته وکړم چې زما کورنۍ راته وويل ! پخواني ځای ته د دريو مياشتو کرايه ورکړه او هلته يوه داسې لوحه ولګوه چې دوکان له دې ځای څخه نقل شوی، خو ما مشوره ورکړه  چې د دريو مياشتو کرايه خو له يو لک روپيو څخه زياتې کيږي، همدغه روپۍ به خپلو ګاهکانو ته د رعيت په ډول پريږدم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x