نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱۷ برخه)

په همدې جزايي خونو کې وو، یوه ورځ د سره صلیب کسان راغلل، په دهلیز کې د ښځې آواز شو! زه نوی وم، مخکني ملګري بلد وو، هغوی ویل چې دا د سره صلیب کسان دي، یو څه وخت مخکې هم راغلي وو، کوم بندیان چې کور یې نه وي پرې خبر د هغه خبر کور ته رسوي.

زمونږ د خونې وار شو، دوه کسان، یوه چاغه او تندرسته ځوانه مېرمن او یو بل کس ور سره و، داسې ښکارېدل لکه دا مېرمن چې یې مشره وي، مېرمني په ایرانۍ لهجه خبرې کولې، د بندیانو خبرې به یې بیا هغه سور رنګي او نري تقریبا پاخه ځوان ته په انګلیسي ژبه کولې هغه به لیکلې. پوخ ځوان له شکل او بڼې نه انګریزی یا فرانسوی غوندې ښکاریدو. مېرمنې ویل چې زه د ایران یم.

  په لومړي سر کې یې راته وویل چې ګورئ مونږ ( سور صلیب ) له تاسو سره ستاسو د دوسیو په اړه هېڅ مرسته نشو کولی، له دې کبله له تاسو نه هیله کوو چې د خپلو دوسیو په اړه به مونږ ته له څه ویلو ډه ډه کوئ! او په دې اړه به د مرستې هیله نه را څخه کوئ! سور صلیب د انساني خواخوږۍ له مخې له تاسو سره یوازې دا مرسته کولی شي چې که تر اوسه پورې په تاسو باندې ستاسو خپل خپلوان نه وي خبر، مونږ ته آدرس، یا د تلیفون نمبر را کړئ، مونږ به د یوې هفتې په ترڅ کې ستاسو کور، خپل او خپلوان خبر کړو، تر څو هغوی ستاسو پایوازۍ ته راشي، حال مو واخلي او په دوسیه پسې مو وګرځي.

 او بل دا چې که تاسو په بنديخانه کې وهل شوي او ټکول شي وئ هم کولی شئ مونږ ته ووایاست، مونږ کوشش کوو چې په دې اړه هم مرسته وکړو، خو دا نشو کولی چې چا چې تاسو وهلي یاست هغوی محاکمه کړو او یا يې عدالت ته را کش کړو.

 زمونږ په خونه کې یو څو ملګرو خپل خپل آدرسونه ور کړل، او ځینو یې د تلیفون نمبرې ور کړې، تر څو خپل او خپلوان یې را خبر کړي. کله چې خبره د وهلو ټکولو را ورسېده ځینو ملګرو ویل چې خوله پټه نیسئ په دې خلکو باور نه دی په کار، داسې نه چې دلته له مونږ نه خبرې وباسي او بیا یې د زندان مشرانو ته ور کړي، هغوی به مو بیا وهي! څه ته په خپل لاس ځانته بلا جوړوو! ښه دا ده چې په خوله لاس ونیسو!

 ما ورته ویل نه، خبره داسې نه ده، دا د سره صلیب کسان دی، داسې کار نه کوي، او که یې وکړي هم مونږ به حقیقت وایو، که یې بیا وهلو بیا به یې هم وایو! د یادونې ده چې د سره صلیب کسانو مخکې له مخکې وویل چې کوم معلومات چې تاسو مونږ ته راکوئ دا به له مونږ سره محفوظ وي، بل چا ته یې نه ور کوو، تاسو مطمئن اوسئ!

 ما ټولو ملګرو ته وویل چې حقیقت ورته ووایئ! هېڅ مشکل نشته، الله دې اجر ور کړي ټولو ملګرو زما خبره ومنله، یو ملګري ویل چې زه څه نه وایم، ما ویل خوښه دې خپله.

 له کوم ملګري نه به یې چې پوښتنه وکړه چې وهل شوی یې؟ هغه به ورته ویل هو، دوی به ویل چېرته دې د وهلو نښې نښانې دې پر بدن شته؟ بیا به هر بندي خپلې پښې، لاسونه، ځینو سرونه او شاګانې ور وښودې چې دا دي دا یې نښې نښانې!

ما ته چې نوبت راغی  ما هم حقیقت ورته وویلو، دوهلو او شکنجو نښې مې په لاسونو او پښو کې ور وښودې! دوی هر څه په ور سره ځانګړو پورمو کې ولیکل او نور لاړل!

 ځینو ملګرو ویل چې ښه کار مو ونه کړ، دا که اوس څه مشکل راته جوړ کړي، ما ورته ویل چې نه جوړېږي، هېڅ مشکل نه جوړېږي، یو دوه ورځې وروسته د سهار ۷، ۸ بجې به وې، زمونږ خونې ته کارمندان راغلل، وايي ټول مو خپل خپل سامان او کمپلې در سره واخلئ او راځئ! ځینو ملګرو ویل مونږ نه ویل چې ځان ته جنجال مه جوړوئ اوس به څه را سره کوي؟! هسې مو هغه ورځ د سره صلیب کسانو ته شکایت وکړ!

ټول یې له خونې را بهر کړو، یو کارمند مو تر مخ شو، روان یې کړو! له جزايي دهلیز نه یې وایستو، د لاندې یې ښکتو کړو، تر همدې دهلیز لاندې بل دهلیز وو، په کوم کې به چې یې له بندیانو نه تحقیقات کول! هلته هم همداسې وړې وړې خونې وې، په هره خونه کې به یو میز شا ته یې چوکۍ د محقق لپاره او یوه چوکۍ د بندي لپاره چې د تحقیق پر مهال به پرې کیناستو. کله کله به محقق بندي پر ځمکه کینولو او دی به په چوکۍ ورته ناست و.

همدې خونو ته یې مونږ را وستو، له یوې خونې نه یې په همدې شېبه کې میز او چوکۍ وایستلې او مونږ یې ور دننه کړو. که ګورو په خونه کې یو غنم رنګی، میانه ونی ځوان ناست دی، غټې سترګې! توره ګېره، تور بریتان، او تور نسبتا یو څه اوږده ویښتان یې د کابلیانو په څېر شا ته اړولي په لاس او پښو دواړو کې یې ولچک پراته، دیوال ته یې ډه ډه وهلې! له ورایه یې پر څېره د اندېښنو نښو د سړي پام ور اړولو!

ټولو ملګرو ستړي مشي ور سره وکړل، دی سم جېګېدای نشوای ځکه چې پښې او لاسونه یې دواړه ولچک وو، همداسې په ناستې یې له هر ملګري سره ستړي مه شي وکړل! هر ملګري د ځان لپاره ځای ونیولو، خپله کمپله او ورسره جامې یې په هغه خپل ځای کېښودې، نور نه پوهېدو چې دا څه لوبه شوه! ولې یې دلته راوستو؟ او هغه هم یوازې زمونږ دخونې بندیان! او بل دا کس به  څوک وي؟ د ده ولې په لاسونو او پښو کې ولچک پراته دي؟ که څه هم چې نوموړي هم زموږ په څېر د پېرړ ټوکر بورې جامې پر تن درلودې! خو دا لومړی ځل و چې په ریاست ۱۷ کې مو په خونه کې د بندي په لاس او پښو کې ولچک ولیدل! په پاس دهلیز کې هم دهمدې کس یو ملګری و، هغه هم همداسې د ده په څېر ولچک وو! نور څوک ما خپله و نه لیدل او نه مې له نورو بندیانو نه واورېدل چې پرته له دغه دوه کسانو دې بل څوک هم شپه او ورځ په خونه کې د ننه ولچک وي!

په هر صورت په داسې یو حالت کې د نوموړي بندي په لیدو ټول ملګري یو رنګه تعجب شوو، او د ویرې یو ډول احساس مو وکړ! داسې نه چې مونږ هم ددغه بندي په څېر کړي!

 یو څو شیبې ټول همداسې غلي سره کیناستو، چپه چوپتیا په فضا حاکمه شوه! لږ وروسته نوموړي بندي خبرې پیل کړې، د خپل مظلومیت په اړه یې له ملګرو سره د زړه خواله پیل کړل! له حکومت نه یې بدې ورځې شروتع کړې!: دا څو میاشتې وشوې له کومې ورځې یې چې راوستی یم نه پایواز راته را پرېږدي، نه له کور نه حال نه لرم! پلار مې یې هم راوستی دی، هغه یې هم بندي کړی دی، تېره ورځ کارمندانو راته ویل چې د ځان لپاره وکیل ونیسه یو څو ورځې وروسته دې محکمه ده! ما ویل وکیل څه ډول ونیسم! نه ما ته له کوم کس سره د لیدو اجازه را کوئ! نه مې پایواز راته را پرېږدئ! همدلته په خونه کې مو لاس او پښې را ولچک کړې دي! وکیل څه ډول ونیسم؟

   څو ورځې وروسته یې بیا راته ویل چې دوه ورځې وروسته دې محکمه ده، وکیل دې ځان ته ونیسه! هسې رشخند یې را باندې وهلو! بله ورځ یې راته ویل چې ستا محکمه وشوه، په تا د اعدام او په پلار دې دلسو کلونو بند پرېکړه وشوه!

زه یې پروا نه لرم، زما همدا لار ده، په همدې لار کې راوتلی وم، د مېرمنې او اولادونو مې الله جل جلاله شته، هغه به یې ساتنه کوي! خو پلار ته مې زړه بد دی، هغه غریب سپین ږیری دی! او دوی لس کاله بند ور کړ! سره له دې چې پلار مې له ما سره نه شریک وو، او نه یې کوم جرم کړی! بس یوازې له دې وجې چې له ما سره په یو کور کې اوسیدو دا دي لس کاله بند یې ور کړی!

 کله چې د غسل ضرورت را ته پیدا شي حمام ته اجازه نه راکوي! په تیمم لمونځ کوم، اوداسه ته مې هم چې بیا یې له پښو او لاسونو نه مې ولچک نه خلاصوي! همداسې په ولچک لاسونو او پښو اودس کوم!

 زه هم پاس په یوه خونه کې وم، ستاسو له مخې یې زه هم را کوز کړم، پاس خونو ته کوم هیئت راځي، دوی نه غواړي چې هيئت ما په دې ډول وویني، زه یې ځکه راوستم چې له هیئت نه مې پټ وساتي، ځکه د قانون له مخې دوی حق نه لري چې د تحقیق له بشپړیدو وروسته د بندي لاس او پښې ولچک کړي، مګر دوی دا کار کوي.

 دلته مونږ پوه شوو چې زمونږ د خونې ملګري یې ولې ټول را ښکته کړل! ځکه چې تېر ځل د سره صلیب کسانو ته مونږ شکایت کړی وو، دوی یریدل چې دا ځل به دې هیئت ته هم شکایت وکړي، نو ښه دا ده چې بالکل له هیئت سره مخ نشي!…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

==============

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x