ټولنیزه برخه

د بریالیو او نا بریالیو خلکو ترمنځ توپیر

لیکنه او ژباړه: مشتاق رحیم

د خلکو پرمختګ او ورستوالې بیلا بیل لاملونه لري- د دغه لاملونو څخه یو لړ یې هم د انسان د خپل د ژوند د چارو تنظیمول دي چې دا بیا د بریالیتوب او ناکامۍ ترمنځ د توپیر بنسټ جوړوي- انسانان چې هر څنګه د خپل ورځني ژوند عادتونه او کړنې برابروي هماغه ډول یې ژوند د بریالتوب او یا هم نابریالیتوب لورې ته درومي.

د بریالي ژوندانه په اړه به مو ډیرې مقالې، اوږدې لیکنې او آن کتابونه لوستي وي خو دا لاندې جدول بیا ډیرې اوږدې لیکنې، لارښونې او نصیحتونه په واړه چوکاټ کې وړاندې کوي- ما دا جدول یو ځاې کې ولید او راته په لږو ټکو کې ډیرې خبرې ښکاره شو نو و مې غوښتل چې تاسې لوستونکو دپاره یې وژباړم او درسره یې شریک کړم.

که چیرې هر انسان، خو په ځانګړي توګه ځوانان، دا جدول د ځان سره ولري او د دې په مقابل کې ځان وخت نا وخت و ارزوي نو شونې ده چې د دوي ژوند د بریا لیتوب په لاره برابر شي او همدا راز د بریالیتوب لوړو پوړونو ته ځان ورسوي-


نا بریالي/ناکام خلک 

۱ـ هره ورځ تلویزون ګوري .

۲ـ نیوکې کوي .

۳ـ له بدلون نه ویریږي .

۳ـ کینه پالي

۴ـ د خلکو په اړه خبرې کوي.

۵ـ خلکو پسې خبرې کوي.

۶ـ ځان ورته له ټولو پوه ښکاري.

۷ـ د خپلې ناکامۍ پړه په نورو اچوي.

۸ـ په نورو د خپلې ناکامۍ تور پورې کوي.

۹ـ د امتیاز د درلودلو احساس پالي.

۱۰ـ ځان د امتیاز وړ ګڼي.

۱۱ـ د مننې احساس پالي.

۱۲ـ کله هم موخې نه ټاکي .

بریالي خلک

۱ـ هره  ورځ لوست (مطالعه) کوي.

۲ـ ستاینه او مننه کوي.

۳ـ بدلون ته غاړه ورکوي.

۴ـ بخښنه کوي.

۵ـ د مفکورو په اړه خبرې کوي.

۶ـ نوې مفکورې وړاندې کوي.

۷ـ په دوامداره توګه زدکړه کوي.

۸ـ د خپلو ناکامیو پړه مني.

۹ـ منندوې وي.

۱۰ـ موخې ټاکي او د ژوند دپاره اوږد مهاله پلانونه جوړوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x