شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زما او ستا تر ميان ډېرې خبرې سره پاتې…
ټپې مو سره پاتې او سندرې سره پاتې…

ګیلې مو دا ډېر وخت کیږي چې نه دي سره کړي
کيسې مو لا هغسې مرورې سره پاتې…

د عشق عبادتونه مو دا څه عمر قضا کړل
پورونه مو پر یو او بل شکرې سره پاتې…

دا زه او ته لا ښه و؛ چې مو ځان سره نږدې کړ
شته خلک چې تر اوسه لرې لرې سره پاتې…

په مینه کې خو لا د پټي سر کې يوو جانانه!
كوې به حوصله ، لوړې ژورې سره پاتې…

بختونه ويده شوي او وختونه بدل شوي
شاهين دى وزر مات، کارغان كوترې سره پاتې…

پېغلوټو په ګودر “خدرخېل” داسې ياداوه چې
د لاس نخښې يې کومې بختورې سره پاتې!؟…

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۳/۳/۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x