ادبي لیکني

رنګين تارونه «لنډه کيسه»

لیکوال:موسم

الماسه زویه هله ژر لاړ شه چې د غوا واښه نشته بله ورځ دې هم نه و راوړي…

سمه ده مورې نن به یې ضرور راوړم..

الماس له له کوره راووت، کوچنۍ او یواځینې خور نرګس په خوږه او سوي خوله شاته پسې غږ کړ: لالا ما ته به سرې بخملي جامې راوړې اختر رانیږدې دی، د کلي ټولې انجونې به ښایسته جامې او بوټان واخلي خو زه…

په زمردي سترګو کې یې اوښکې راوخوټیدې غږ یې په ستوني کې بند شو…

الماس د نرګس حال ونشو زغملی د هغې پیوند جامو او شليدلې ربړي بوټان چې درې څلور ځایه په رنګینو تارونو ګنډل شوي وو وکتل ورته یې وویل:

اې زما خوږې مینو! زه چې سبا مزدوري وکړم لومړی به تاته ښکلي جامې او ښایسته بوټان اخلم!!!

نرګس د جامو او بوټانو د نوم په اوریدو سره ژړا هیره کړه سمدلاسه یې د کوڅې په لور په خوښئ سره منډه کړه د زاړه توت لاندې همزولو ته یې ځان ورسوه په نیولي ساه یې انجونو ته وویل:

وګورئ تاسو ویل چې ستا لالا غریب دی ما ته څه نشي اخیستۍ سبا به ما ته یوه جوړه جامې او یو جوړ ښایسته بوټان اخلي هغه هم له تاسو ښایسته…

انجونو په زوره زوره پسې وخندل په پیغورانه لهجه یې ورته یې وویل: ستا لالا تاته یو کال کیږي بوټان نه دي اخیستي او زر ځله خو دې دغه بوټان وګنډل، ورځه له مخې مو دا خیرن مخ ایخوا کړه!!!

انجونې بیا له وخندل شنې شوې او نرګس ناهیلي زړه د کور په لور روانه شوه..

الماس په یوه لغته د کور دروازه خلاصه کړه، غږ یې کړ: مورې دا دی شفتل او واښه مې راوړل، په منډه راته لږې اوبه راوړه د پټي څخه په یوه ساه راغلی یم..

مور یې ورته له بیزل څخه د اوبو جام را ډک کړ او الماس ته یې ونیو ویې ویل: زویه خبره شوم چې د خان ګل اکبر کاکا زوی طالبانو وژلی دی، تنه او سر یې ورته کور ته راوړي دي..

الماس وویل: مورې اکبر کاکا او زوی یې ټول خلک پیژني چې له هغوی څخه په کلي کې لوی غله او پساتي خلک نشته طالبان خو هم ګرم نه دي چې د هغه زوی یې وژلی بلا ورپسې…

– زویه زه اندیښمنه یم چې هغه ډیر وران سړی دی ولسوال قمندان یې هم په لاس کې دي هغه بل کال یې یو هلک هم د بم خښولو په ګناه د اووه کاله بند په سازه مخکوم کړ او خان ته یې په شیرنۍ کې دوه لکه افغانی ورکړې او اوس په کلي کې په کوم بې وسه سړي خپل زړه یخ کړي!!!

– مورې هغه به خپل کار کوي له هغو د پور واخلي چې چا یې زوی وژلی دی مونږ غریبان به څه کوي، زه خو خپله مزدوري کوم نه له چا سره کوم بد لرم…

څو ورځې پس سهار وختي الماس له کوره د وتو په حال کې وه چې نرګس یې بیا لمن ونیوله: لالا ګوره هغه زما شیان درنه هېر نه شي..!

الماس د نرګس په سر د مینې لاس راتیر کړ ورته یې وویل: چې مزدوري وکړم نور هیڅ سامان نه اخلم لومړی به ستا جامې او بوټان اخلم سبا خو هسې د منډیی ورځ ده مور به مې جامې درته وګنډي او د اختر په ورځ به یې واغوندې سمه ده مینو..؟

نرګس د هو په دود سر وخوځاوه او په نه زړه یې د کور په لور ګامونه واخيستل…

ماښام تیاره خپره وه مور یې د زوی د راتګ په امید د دروازې په لور کتل چې ګوندې یوازینی او بې پلاره زوی یې کور ته راشي!!

خو بلاخره ښه تياره شوه د زوی یې هیڅ پته نه وه، اخر اندیښنې پسې واخيسته خدای مه کړه چیرته به یې له چا سره جنګ کړي وي، چا به تښتولئ وي.. او همدا شان ډېر نور خیالات بیا یې ژر د نه په دود سر وخوځاوه:

نه نه! زوی مې له چاسره کوم بد نه لري او نه مونږ دومره څه لرو چې ډوډۍ پرې لمده کړو انشاالله اوس به راشي…

انديښنو د ماښام ډوډۍ پخول هم ترې هېر کړي وه نرګس هم د لالا د راتلو په اميد په کوڅه کې ولاړه وه او د همیش په شان یې لارې ته کتل…

مور یې ګاونډي زمريالي ته ورغله او له مرستې یې ورته وویل له هغوی سره د خدای ښه وکړي تیاره شوي ډوډۍ یې پریښوده او د الماس په لټون پسې ووتل..

د کلي کوڅې د کلي کرنيزې ځمکې د ښار لویه لار دا یې ټول ولټول خو الماس تر همداسې لا درکه وه….

ټول ناهیلي راستانه شوو..

زمريالي د الماس مور ته ډاډ ورکړ چې شاید چیرته به د ملګرو سره پاتې شوی وي ماشوم خو نه دې ملګري او دوستان لري، حوصله وکړه انشاالله رابه شي..

خو د الماس مور ډاډه نه شوه، همداسې اندیښنې او عجیبه عجیبه فکرونه یې په ماغزو کې تلل راتلل…

سوړ اصویلۍ یې وکړ کوچنۍ لور ته یې د غرمې پاتې شوني ترکاري ګرمه کړه خو خپله یې یوه مړی له ستوني نه تیریده په ډول ډول خیالونو او اندیښنو یې شپه په ویښه سبا کړه…

سهار د کلي ټول ځوانان د الماس په لټون پسې ووتل خو نه امیده راستانه شول مور یې دا هرڅه په اوښکو ولمانځل خو ورخطایي یې وار په وار زیاتیده، چې خدای مه کړه په زوی مې څه شوي نه وي..

د شپې د کلي انجونو دریا وهله، سندرې یې کولې، ماشومان خوشحاله وه، هلکانو په حجرو کې بنډارونه کول ځکه د اختر شپه وه خو د الماس مور یې د زوی په غم کې د ناهیلی اوښکې تویولې او نرګس د خپل لالا په انتظار کې ستړي شوه بلاخره د خيلاتو نړۍ ته یې پنا یوړه او په درانه خوب ویده شوه…

سهار خلکو نوي جامې اغوستي وې، ښکلي بوټان یې اغوستي وو او ښه ځانونه یې جوړ کړي وو..

انجونو هم د تیر په شان اختر رنګین کړی وه، دوی هم خپله هر څومره خواري چې وه په ځان کړي وه خو دلته یوه دوه کسیزه کورنۍ کې یوه معصومه نرګس په خاورو پړمخې پرته وه له فیروزیي سترګو یې زرینې اوښکې له سترغلیو اجازه اخیسته او د خاورو غیږې ته یې پنا وړله…

مور یې هم د دروازې لیچي ته ډډه وهلي وه له سترګو یې اوښکې څڅیدلې او دا کلمه یې په ستوني کې بنده بنده پاتې کیدله: زما نازولیه الماسه ته به کله راځې….

خلک د اختر له لمانځه راووتل یو بل ته یې غيږې ورکولې مبارکیانې وې جوړ تازه وه، په خوله یې خندګانې وې خو نرګس بهر د انجونو په مخ کې لکه بې روحه کلبوت ولاړه وه همزولو یې ورته ویل: باووو! همدا به ستا نوي جامې وي کنه او دا مټ یې وګوره شلیدلی دی!!

بلې به په مغروره انداز غږ پرې وکړ: الۍ دا بوټان یې وګوره په دا څو ډوله تارونو یې ګنډلي دي..

ټولې به یوځای په خندا شوې…

خو نرګس دا هرڅه وزغمل، په خيالونو کې ډوبه شوه: لیدل یې چې لالا یې راروان دی او د هغې لپاره یې تیارې ګنډلي جامې هم راوړي خو د یوې انجلۍ په دیکه به یې دا هر څه ورته دړې وړې کړل!!!!

د تر ماښامه لکه چې د مور په سترګو کې اوښکې وچې شوي وي سترګې یې سرې وې ببر سر دیواله ته ناسته وه د دروازې په لور یې په ځیر ځیر کتل لکه په دروازه کې یو نه ليدونکي څیز ته ګوري، کوښښ کوي هغه وګوري خو د سترګو دید یې پرې کار نه کوي…

دغه وخت کې یو نڅاپه دروازه په درز سره خلاصه شوه چې سمدلاسه پرې د کلي سپينږيري رادننه شول…

د الماس مور حیرانه شوه چې څه خبره ده…

په دروازه کې د لرګین کټ مخکينی پښې چې د څو ځوانانو په اوږو ایښې وې رادننه شوې بیا ورپسې په کټ کې د یوې کونډې مور نازولی زوی په وینو کې لوند ورته رادننه کړ…

مور یې په چیغو شوه دومره د زړه زوره چې ټولو یې په دغه غږ زړونه څیرې کړل، په منډه د کټ خواته د یوې لیونۍ په شان لاړه په چیغو او نارو یې زوی ته ویل:

اې زما نازولیه ګله! اې زما د بې پلاره لور وروره! ته دا چا داسې په وینو سور کړې تا خو په تن سپینې جامې نه خوښیدې نو د ولې سپینې جامې اغوستي.. هله دا درسره ښې نه ښکاري، زر راپاڅه جامې دې بدلې کړه..

د مور چیغې ګیلې او فریادونه یې د زغملو نه وه!!

ونې خاموشې وې، دیوالونه نه غږیدل، کلیوالو سرونه ځوړند نیولي وه خو هیڅ داسې ورور او خور بغیر له نرګس څخه نه وه چې په الماس یې ویر کړی وای!!!

معصومه خورکۍ د الماس د زړه ټوټه د هغه مینو ورته راغله په چاودلي مخ یې زرینې اوښکې بهیدلې، په ټټر باندې یې سر ورته کېښوده او په ګیلمنه لهجه یې ورته وویل: لالا ! تا زما جامې او بوټان څه کړل، هغه بخملي جامې، تا ما سره زیاتی وکړ، تا په خپله دومره ښکلي جامې اغوستي او ما ته د هیڅ نه راوړل، ولې‌؟ زه د يوازينۍ مینو وم..

خو الماس هیڅ کله غږ نه کوه نه یې د مور فریاد اوریده او نه یې د کوچنۍ خور ګیلې….

الماس یې ډېر هلته پرېنښوده، ژر یې له کوره د هدېرې په لور روان کړ

خو الماس یې د تل لپاره خاورو ته وسپاره..

سبا مازدیګر د کلي په دوکان کې خلکو راډیو ته غوږ نيولی وه، په راډیو کې خبرونه پیل شوي و، ټول ورته پام هم نه چې د دوی د کلي نوم یې واخیست، هر یو پام راډیو ته شو او خبرونو ته یې غوږ ونیوه، له راډیو اواز راغی: پرون مهال افغان امنیتي ځواکونو په پلانې کلي کې یو ترهګر وژلی چې د فلاني کلي د خان یو زوی یې شهید کړی و او افغان امنیتي ځواکونو بريالي شول چې دا ترهګر ووژني!

کلیوالو یو بل ته رډ رډ کتل او په خوله یې هیڅ نشول ویلای!!!

 

پای

۱۳۹۵غبرګولي دریمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x