د ګوهــر وزيــر وژل ښکلې غزل

پهـرېدار اوسۍ دکلـيـو دښـارونو

چا بارود  دلته راوړي پۀ بارونو

تېرکړل ټول دتورو شپو بلاله ستوني

چابه زېري چې راوړل دسحارونو

قلمونه پۀ رښتيا ليکلو ګونګ دي

ترجيحات نور دي دښار داخبارونو

دخوشال دمعيار ګزکه پسې راوړو

ډېر سرونه  نۀ  دي وړ د  دستارونو

نورخوهرسړي تېرۀ خنجرپۀ لاس دے

اؤ يو زۀ  کوم ګنډل د پهرهارونو

مونږ د ځان نۀ ؤ  ګوهره خوپۀ ځان ؤ

څۀ خاموش تېرشو موسم د بهارونو

ګوهــر وزيــر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.