افغانستان

د هلمند د امنيت امر په يوه چاودنه کې ټپي شو

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال محمد عمر جيلاني خروټی د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې ژور ټپي شوی دی.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتور وايي، چې نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د لښکر ګاه او مارجې پر لويه لاره د امنيت امر روان و، چې د طالبانو له لوري د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين ښکار شو.

نوموړی وايي، چې په دغه پېښه کې يو پوليس وژل شوی او د امنيت د امر په ګډون درې تنه ټپيان دي.

د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون سرچينې وايي، چې په دغه چاودنه کې د جيلاني خروټي پښه پرې شوي او روغتيايي وضعيت يې هم د اندېښنې وړ دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو په هلمند کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د ولايتي شورا وکيلان وايي، چې د دغه ولايت امنيتي حالات ترينګلي دي او که مرکزي حکومت د لښکرګاه امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، دغه ولايت به د طالبانو له لوري سقوط وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x