افغانستان

که صافي شرکت ماليه ورنه کړي کار به يې وځنډول شي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): پنځه مياشتي وړاندي د افق په نوم خصوصي هوايي شرکت هغه مهال وتړل شو چې د آنتونوف په نوم زړې روسۍ الوتکي يې کارولي .

له افق هوايي شرکت وروسته اوس د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي : که صافي خصوصي هوايي شرکت له خپل مالياتو نهه ميليون ډالر ور نه کړي نو کار به يې و ځنډول شي .

د صافي خصوصي هوايي شرکت د مالياتو شمېر ۱۶ ميليون ډالرو ته رسيږي .

د صافي خصوصي شرکت د سوداګريزو چارو وزير ويلي : غواړو دولت ته هغه پيسې ورپوره او ورکړو چې موږ يې له دوی سره هوکړه کړې دا چې پيسې ډيري دي نو د راغونډولو او يو ځای کولو لپاره يې څه وخت ته اړتيا لرو !

تيرو پنځلس کلونو کې ځيني خصوصي هوايي شرکتونه د اريانا دولتي هوايي شرکت تر څنګ فعال شول چې د هغو له جملې نه پامير ، افق او افغان جيټ هوايي شرکتونه اوس فعاليت نه لري .

د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د کام اير په نوم بل خصوصي شرکت هم په خپل مالياتو کې چې شاوخوا ۱۴ ميليون ډالر اعلان شوې وه ناغېړۍ کولې چې وروسته له ډېرو غوښتنو يې د خپل ماليې لومړۍ برخه ورکړې .

د کام اير خصوصي شرکت د الوتکو زړښت کېدای شي راتلونکي کې ددې شرکت د سرخوږي سبب شي ځکه اوس هم د الوتکو زړښت دياد شرکت د پراخو فعاليتونو مخه نيسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قانونی

د کابل فاسده او بی کفایته اداره کی مالیه رشوت او رشوت مالیه ده : هر څه چه د مالیی به نامه راټولیږی د هماغه راټولوونکو جیبو ته ځی او که څوک د مالیی په ځای رشوت ورکوی هم ځانګړی چیبو ته ځی، په افغانستان کی کوم نهاد ښه بڼه لری چه هوایی شرکتونه او نوری ترانسپورتی چاری به یی ولری ، هر څوک چه هر چیری وی د هغه چاپیریال د شرایطو او د دوی د شیطانی زیرکتیا او پیاوړتیا له مخی د هغه نهاد ټولی لاسته راوړنی شخصی حق او ملکیت ګڼی ، هو که دغه موسسه یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x