نظــر

دکمونیستانو لخوا داعدام شویو زرګونو افغانانو نوملړ

څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې دکمونیستانو واک ته رسیدل ، هغه ستره  غمیزه وه ، چې افغانستان او افغان اولس ته یې خورا ستر او تلپاتې زیانونه واړول .

دکمونیستانو یو لوی ظلم  دهغو لسګونو زرو افغانانو نیول او زنداني کول وو ، چې دنیول کیدو له شیبې وروسته یې بیا دژوند او مرګ هیڅ درک هم نه دی لګیدلی ، او کورنۍ یې لا هم دژوند په تمه شپې سبا کوي .

دباوري معلوماتو له مخې افغاني کمونیستانو دخپلې واکمنۍ په مهال تر یو نیم لک زیات  افغان  مخور ، علماء کرام ،  قومي مشران ،  محصلین ، پوهان ، مامورین  او دټولنې نور زبده اشخاص  نیولي او بیا یې په داسې ډول له منځه وړي ، چې کورنیو ته یې دمرګ او ژوند معلومات  نه دي ورکړل شوي .

دکمونیستانو په مهال ډیر جنایات  دنورمحمد ترکي او حفیظ الله امین  دواکمنۍ په مهال ترسره شول ، چې مختلفو برخو کې په زرګونو افغانان په ډلییز ډول اعدام او ترخاورو لاندې شول .

په دې وروستیو ورځو کې دهالنډ حکومت لخوا  د حفیظ الله امین  ددورې  داستخباراتو له  کوم تښتیدلي مأمور څخه داسې لیستونه  پیدا شوي دي ، چې په  ۱۳۵۷ هـ ش او ۱۳۵۸ هـ ش کلونو کې  دکمونیستانو لخوا داعدام شویو  ۴۷۷۵ تنو افغانانو نومونه او لنډ شهرت په کې دی .

ددې لست  افشاء ځکه مهم انکشاف دی ، چې ددغو اعدام شویو کورنۍ ددې لیست له اعلان وروسته په دې یقین کولای شي ، چې ورک قریبان یې نور ژوندي نه دي ، او په دې توګه  یې ښایي ګڼ اړوند شرعي مسائل هم حل ومومي .

دغه لست چې په PDF  شکل ترتیب شوی دی ، اهمیت ته په پام سره یې نن ټکی اسیا هم خپروي ، ترڅو یې دشهیدانو خپلوان وګوري  او خپل ګمنام قریبان  په کې پیدا کړي .

په لست  کې  داعدام شویو   نوم ، دپلار نوم ، ځای  ، وظیفه  او ګوندي تړاو یا دجرم (!)  نوعیت هم ذکر شوی دی ، چې دهمدې مشخصاتو له امله هرڅوک کولای شي خپل ګمنام قریب په کې ومومي .

لست له دې ځایه ښکته کولای شئ

پي ډی ایف: http://nunn.asia/images/asnad/Death_List_Internetversion.pdf

ورډ:http://nunn.asia/images/asnad/Death_List_Internetversion.docx

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x