شعـــــرونه

غزل: مفکر رښتين

مفکر رښتين

خدایه قبوله یې توبه مه کړي توبه ماتوي
جانان پابنده دوعدې نه ده وعده ماتوي

دومره ښائست ته تاب دزغرو اوډالونو نشته
چی باڼه رپ وهي په لاس کي آئینه ماتوي

چی دعشق توري دوصال په كتابچه کي راشي
غزل شي کډه دنغمې خوله کي نغمه ماته وي

کمښت دپیغلوده ګودره خوندې ځکه نشته
منم چي لپه کي اوبه دزړه لمبه ماتوي

رښتینه واخله یوعجیبه نازولې نسخه
زما دزلفوتار دهرزړګي غُصَّه ماتوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x