لسګونو کسانو د کرکیټ بورډ مسوولینو خلاف مظاهره وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکیټ بورډ پخواني غړي او مدني فعالان وايي چې د کرکيټ بورډ دننه مالي فساد، اداري ضعف او سلیقوي برخوردونه موجود دي.

خو د کرکیټ بورډ مسوولین بیا د معترضینو ادعاوې ردوي او وايي چې یاد کسان د اداري فساد په خاطر له کرکيټ بورډه ویستل شوي او ټاکل شوې چې دوسیې یې لويې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د کرکیټ بورډ د مسوولینو پر ضد دغو راټولو شوو لسګونه کسانو ویل چې د کرکيټ بورډ برحاله مسوولین په مالي فساد کې ډوب دي او که مخه يې ونه نیول شي د کرکیټ بورډ سرنوشت به له بحران سره مخ شي.

دوی ویلي چې په ملي لوبډله کې د کرکیټ بورډ د مشر او اجراییه رییس خپلوان او قومیان دي چې څو څو ځل په لوبو کې ناکام شوي خو بیا هم په ملي لوبډله کې لوبیږي او نورو لوبغاړو ته چانس نه ورکول کیږي.

معترضینو ادعا کړې چې کرکيټ بورډ د ملي حالت څخه وتلې او قومي جنبه یې غوره کړې ده او دوی له همدې کبله په کرکيټ بورډ کې اساسي تغیرات غواړي.

په عین حال کې د کرکيټ بورډ مشر نسیم الله دانش د معترضینو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې یاد کسان په خپله په اداري فساد کې ډوب وو او دوی له همدې کبله له دندو ګوښه کړي دي.

هغه ویلي چې د کرکیټ بورډ ټول کارونه شفاف مخ پر وړاندې ځي او هر کس کولای شي چې نظارت یې وکړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د