ایران حج ته د خپلو اتباعو د نه لیږلو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ایران شیعه‌حکومت پریکړه کړې چې روان کال به سعودي ته د حج فریضې ادا کولو لپاره خپل اتباع ونه لیږي.

ایران په سعودي تور لګولی چې حاجیانو ته د مناسب امنیت په برابرولو کې ناکام شویدی.

ایسوشیټيډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د تېر کال د منی د پېښې پر مهال ۲۴۲۶ حاجیان مړه شول چې له منځه یې ۴۶۴ ایرانیان وو. ددغې پېښې وروسته د ایران او سعودي تر منځ  اړیکې نورې هم خرابې شوې.

که څه هم ویل کېدل چې ایراني حاجیانو هغه مهال قصدا د هغې لارې پر ځای چې د لارښوونکو له خوا ورښودل شوې وه، په ناسمه لاره ولاړل چې له کبله يې ټيل ماټيل رامنځته شو، خو ایران د دغې پېښې مسوول سعودي بللو.

ایراني چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې سعودي د خدای لاره د دوی پر مخ تړلې ده خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د ایران تورونه رد کړي وو او ویلي يې وو چې دوی د هېچا پر مخ د خدای لاره نه تړي.

د سعودي د بهرنیو چار وزیر عادل الجبیر په یوه خبري کنفرانس له لارې د ایران تورنه رد او هم یې د ایران شرطونه واضح کړل. هغه وویل چې ایرانیان په حج کې د لاریونونو په شمول د یو شمېر نورو حقونو غوښتنه کوي چې له کبله یې د ناامنۍ ویره شته دی.

نوموړي د ایران له خوا وړاندې شوي شرطونه د نه منلو وړ ګڼلي وو.

که څه هم حج ته د ایرانیانو د نه ورتګ رسمي پریکړه نن وشوه خو تر دې وړاندې هم داسې ګنګوسې وې چې ایران او سعودي تر منځ د خرابو اړیکو له کبله ښايي ایرانیان حج ته ولاړ نه شي. د روان کال مۍ د میاشتې په پیل کې د ایران د کلتور وزیر خبر ورکړی و چې د سعودي سره د خرابو اړیکو له کبله نه دي توانېدلي چې د حج په اړه له دغه هېواد سره تړون وکړي او له همدې کبله به ایراني وګړي ونشي کړای چې په ستمبر کې حج ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې سعودي یو شیعه عالم نمرالنمر د خیانت په تور اعدام کړ چې ورسره ایران د سعودي سره خپلې سفارتي اړیکې وشلولې.

سعودي او عربي هېوادونه وايي چې ایران په عربي هېوادونو کې لاسوهنه کوي او تاوتریخوالي ته لمن وهي. په ایران تور دی چې یمن، سوريې او عراق ته کرایه شوي ځواکونه د حوثي یاغیانو مرستې ته لیږي چې له منځه یې یو شمېر افغانان هم دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد او خپلواک اولس
میلمه
مجاهد او خپلواک اولس

زما په اند ، سعودی شاهان د سنیانو او ایرانی اخوانان د شیعه ګانو به نمایندګی په سیمه کی د نړیوال استعمار له خوا د اسلامی امت د خپل منځی جنګ د پاره رامنځته شوی او اوس د دی جوګه شوی چه یو د بل سره لمړی د یوه او بل هیواد په داخلی چاروکی په مداخلو یو بل توروی او دا کار د مخامخ چنګ د پاره مقدمی دی دغه مقدمی اخری کچی ته رسیدلی ډیر نزدی شوی چه تر منځ یی مخامخ جنګونه رامنځته چه له مخی به یی په ټوله اسلامی نړی کی د شیعه سنی جنګونه… نور لوستل »