نظــر

یو عجیب تصادف

بیګا د یوه ملاصاحب میلمه وم ، مجلس ته یو  مولوي صاحب چې په علم او جهاد سربیره په تصوف کې هم الله تعالی ښه برخه ورکړې ده هم راغلی وو ، نوموړی دامام مجدد الف ثاني  رحمه الله دنقشبندیه طریقې  مأذون خلیفه دی ، او دتصوف او سلوک په برخه کې دیني خدمت ترسره کوي .

مجلس په افغانستان کې دتصوف په سلسله راغی ، چې له څه وخته پیل شوې ده ، نوموړي وویل چې په افغانستان کې  دتصوف قادریه او نقشبندیه طریقې ډیرې مروجې دي ، نقشبندیه طریقه چې دکابل د قلعه جواد مجددي حضراتو په افغانستان کې خپره کړه ، له دې امله ډیره ومنل شوه ، چې  اعتدال په کې دی ، اکثره مرشدین یي  دیني علماء دي ، نوځکه له بې ځایه افراط او تفریط څخه ساتل شوي ده .

نوموړي وویل چې په پکتیا کې دنقشبندیه طریقې له لومړنیو مرشدینو څخه یو مشهور خلیفه او مرشد خلیفه صاحب جان صاحب وو ، چې دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ  دمموزو دسیمې د کډوس په نامه دکلي اوسیدونکی وو .

په دې کې دمجلس بل ګډونوال سپین ږیری ملاصاحب په مجلس کې راګډ شو، هغه وویل چې خلیفه صاحب جان مالیدلی وو ، چې ډیر ښه عالم او خورا متقي انسان وو ، نوموړي ټول ژوند په علم ، عباداتو ، تقوی  او دیانت کې تیر کړی وو ، دیني علم یې سرته رسولی وو ، دغه راز یې دکابل دقلعه جواد له حضرت ضیاء المشایخ مجددي څخه دتصوف  سلسله هم  سرته رسولې وه ، او هغه ورته  دخلافت  اجازه کړې وه .

خلیفه صاحب جان په خپل کلي کې اوسیده ، یو ارام ، بې غرضه او مجذوب سړی وو ، دالله تعالی په عشق او ذکر کې  داسې غرق وو ، چې له دنیا څخه یې بیخي مستغني کړی وو ، نوموړي په خپل کلي کي یوه کوچنۍ هوجره هم درلوده او څو تنه طالبان به ورسره اوسیدل .

نوموړي یوازې یو زوی درلود ، او دژوند مشغله  یوازې عبادت ، ذکر او ددیني علومو تدریس وو ، دغه راز خورا ډیر مریدان هم درلودل .

 کله چې په افغانستان کې دنورمحمدتره کي په مشرۍ دکمونیستانو انقلاب راغی ، یوه شپه کمونیستي عسکر دخلیفه صاحب جان کور ته ورغلل ، نوموړی یې په توره شپه له کوره  ویوست ،  چې بیا یي تراوسه پورې دژوند اومرګ  درک نه دی لګیدلی .

دکمونیستي حکومت لخوا ددیني مرشد خلیفه صاحب صاحب جان دنیول کیدلو په دلیل هیڅوک هم نه پوهیدل ، ځکه نوموړی په خپل ذکر او عبادت مشغول سړی وو ، نه یې دکوم ګوند غړیتوب درلود ، او نه یې له سیاست سره ډیره علاقه وه ، یوازې دیني عالم او دتصوف خلیفه یا مرشد وو .

بیګانی مجلس دخلیفه صاحب جان صاحب په مناقبو بیانولو پای ته ورسید ، ټولو ویل چې ډیر عابد او متقي انسان وو ، چې په ولایت کې یې د هیچا شک نه کاوو ، دنوموړي څخه یوازې یو زوی پاته شوی دی ، او خپله دده دژوند او مرګ هیڅ درک نه دی معلوم .

شپه تېره شوه اوسهار شو، دخپل همیشني سهارني عادت له مخې انټرنیټ ته ورغلم ، دهشت صبح ورځپاڼې په انټرنیټي پاڼه کې مې یو نادر خبر ولوست ، خبر ویل  چې  دزرګونو هغو کسانو  دنومونو لست موندل شوی دی ، چې دکمونیستانو لخوا اعدام شوي دي ، دې خبر ته مې سودا شوه  او دغه مهم لست چې د ۴۷۷۵  اعدام شویو افغانانو نومونه په کې وو راخلاص مې کړ ، لست مې چې وکوت ډیر اوږد وو له  ښکته خوا مې په ویلو شروع وکړه او یو یو نوم  مې لوست ، چې ورسره لنډ تعارف هم لیکل شوی وو .

کله چې ۴۵۱۸ نوم ته ورسیدم داسې لیکلي وو (  صاحب جان ولد محمدجان ، زرمت ، پکتیا ، خلیفه )

دغه نوم مې په ذهن شناخته ولګید ، او سمدستي بیګانی مجلس راپه زړه شو ، او له ټولو مشخصاتو متیقن شوم ، چې دا هماغه دیني عالم دی ، چې بیګا یې دمجلس ګډونوال په صفتونو نه مړیدل ، لیست  مي پورته وکوت ، لیکل شوي وو ، چې خلیفه صاحب جان صاحب  له   ۳۵۰نورو  افغانانو سره یوځای د ۱۳۵۸ هـ ش کال دقوس  په ۷ مه نیټه اعدام شوی دی ، له نورو اعدام شویو سره یې  داعدام کیدلو لامل  او تور هم لیکلی وو ، مثلا  فلان ځکه اعدام شوی چې  اخوانی ، اشرار ، مبلغ او یا هم بل څه وو ، د خلیفه صاحب جان له نامه سره یې دجرم په  برخه کې یوازې ( خلیفه ) لیکلي وو ، مطلب داچې نوموړی ځکه دکمونیستانو په محکمه کې په اعدام محکوم شوی دی ، چې ولې یي  دالله تعالی عبادت ، تقوی او ذکر کاوو ، او ولې  دتصوف  او سلوک دلارې مرشد او خلیفه وو .

ماچې په بیګاني مجلس کې دخلیفه صاحب جان صاحب مناقب اوریدلي وو ، دنوموړي دشهادت دیقیني سند په لیدلو مې ټکان وخوړ ، او یوځل بیا مې دکمونیزم ، کمونیست ، خلقي اوپرچمي په وړاندې فطري کرکه  او دنفرت احساس راتاند شو ، دکمونیزم په وړاندې دکرکې احساس مې په سینه کې په غورځنګ شو ، چې دادی شیبه وروسته یې دهمدې لیکنې په بڼه انعکاس وکړ .

راځئ په یوه اواز ووایو  چې . .

مرګ دي وي په کمونیزم او کمونیستانو

سرټیټي دي وي د کي جي بي پروني تالیڅټي چې اوس  د سي آی اې په ډالرو ټونګې وهي

دشهیدخلیفه صاحب جان غوندې زموږ دلکونو  کمونیزم ځپلو  ګمنامو شهیدانو ارواح دي خوشاله  اویاد یې تلپاته وي .

اللهم تقبل شهاداتهم  . . . آمین

ابو عابد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x