
طالبانو دجلا شوي ملي اردو سرتيري تود هرکلی کړی / ويډيو
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۳مه ۱۳۹۵ل): په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې طالبان د ملي اردو يو سرتيري ته چې د حکومت له ليکو ځان بېل بولي تود هرکلی کوي .
د هرکلي په مراسمو کې د څو تنو له لوري د نوموړي غاړي ته د خوښۍ هارونه لويږي همدا راز نوموړي ته د ځايي دود سره سم جوړه کالي او بوټونه ور کول کيږي .
د ويډيو په منځنۍ برخه کې د ملي اردو سرتېری ځان د پلخمري د ډنډشهاب الدين اوسېدونکی ښي او وايي عبدالعالم د حبيب زوی يم او د ملي اردو په ليکو کې مي د موټروان په صفت وظيفه اجراء کول .
سرتېری زياتوي : څلور کاله مي د ملي اردو په ليکو کې وظيفه اجراء کړل کله چې د هغوی ظلمونه مي ولېدل نو مي له طالبانو سره خبره وکړه او په هم هغه ورځ ورته راغلم له ځان سره مي پنځه ميله اسلحه ، يو رېنجر موټر او يوه مخابره طالبانو ته راورسول .
د طالبانو له لوري په زياتو نشر شويو فلمونو کې ډېر ځله داسي صحنې لېدل شوي چې دوی هغه افغان عسکرو ته چې داخلي بريدونه يې تر سره کړي وي د هرکلي تود مراسم جوړ کړي ، انعامونه ورکوي ، دګلانو امېلونه غاړو ته وراچوي او ستاينه يې کوي .
د يادوني ده چې طالبانو په يوه خپور کړي را پور کې ويلي : تېره مياشت ۵۲۶ حکومتي کارکوونکو له خپلو دندو لاس اخيستی او له موږ سره يو ځای شوي .
Posted by شاهين نظامي on Thursday, June 2, 2016