نظــر

د کمونیستانو ظلم او زموږ جفا

نن مې د  ۴۷۷۵ هغو افغانانو لست مخې ته پروت دی ، چې کمونیستانو یوازې داسلام او افغانیت په جرم وژلي دي ، دا لست دمظلومو او شهیدو افغانانو په وړاندې د کمونیستانو دظلم  نغد ثبوت دی ، کمونیستان نه شي کولای له دې الزام څخه ځان خلاص کړي ، دوی ظالمان دي ، ځکه ددوی دظلم اسناد او شواهد نن زما په مخکې پرته دي ، داسې  مستند او کره شواهد چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای .

خو نن زما په مخکې یو بل سند هم پروت دی ، داسند راته وایي ، چې مسلمانه ، افغانه ، مجاهده ، مهاجره  او دکمونیزم دښمنه ، ډیر ځان ته مه مغرور کیږه ، او مه ټولې واورې یوازې دکمونیستانو بام ته ورغورځوه  ،

که کمونستانو ددغه ۴۷۷۵ شهیدانو په حق کې ظلم کړی دی ، نو تا ورسره جفا کړې ده ، جفا هم تر ظلم کمه نه ده ، لکه څرنګه چې  ددغو شهیدانو له لست څخه باید کمونیستان وشرمیږي  او دملامتیا احساس وکړي ، ته چې ځان ته انټي کمونیزم  افغان وایي ، هم باید له دې  اوږد لست څخه  حیاء وکړې او  په نیغو سترګو ورته ونه ګورې .

که ددغه لست شامل شهداء دکمونیستانو په ګولیو غلبیل شوي دي ، او کمونیستانو ورسره ظلم کړی دی ، نو تا  ورسره جفا کړې ده !!

آیا پوهیږئ  له کمونیزم خوړلو شهیدانو سره  زموږ دجفا سند څه ده ؟؟

همدا اوس مې په مخکې یو انځور پروت دی ، په انځور کې  د کمونیزم په وړاندې دجهاد  او هجرت دصف دوه تنه شاعران  نورالحبیب نثار  او احسان الله درمل ښکاري ، چې دستر کمونیست او دهمدې ۴۷۷۵ شهیدانو دقاتل  سلیمان لایق په مخکې داسې په احترام ولاړ دي ، لکه سکنی پلار یې چې ورته غږیږي .

سلیمان لایق چې دهمدې ۴۷۷۵ افغانانو دقتل عام په مهال دکمونیست رژیم دکابیني غړی او دراډیو تیلویزیون  رئیس وو نن سبا دجهاد او هجرت دنسل ځیني نااهلان ورته  دسکني پلار ، مشر او ایډیال فیلسوف په نظر ګوري .

نورالحبیب  نثار او احسان درمل چې پرون دسلیمان لائق له اګسا څخه  پیښور او کورمې ته تښتیدلي ول ، نن ورته  دهماغو سترو جنایاتو بدله   په عقیدتي احترام سره وړاندې کوي .

دا سمه ده چې د یرغل تورې شپې  ډیرې معادلې سرچپه کړي او له ډیرو یې دمڼو حساب ورک کړی ، مګر آیا دغه دجهاد او هجرت نسل چې پلرونه او میندې یې له کمونیستانو سرتورې تښتیدلې وې ، دخپلو هغو یونیم میلیون شهیدانو له وینو  نه شرمیږي ، چې دسلیمان لائق او نورو کمونیستانو دظلم او قساوت ترمیچنو ووتل .

په انځور کې  د(اګسا) دوخت دراډیو تیلویزون رئیس لګیا دی ، او پرونیو اخوانیانو ، مرتجعینو او اشرارو (!)  ته لیکچر ورکوي  ، کمونیست په خپله  مارکسستي فلسفه مغرور دی ،هماغسې برجسته او محکم غږیږي  خو  زموږ  عاجزان  یې خبرو ته وازې خولې پاته دي  اویوازې ورسره  د تسلیم په بڼه سرونه خوځوي .

د ۴۷۷۵  افشاء شویو شهیدانو له قاتلانو سره زموږ دومره مخلصانه  موالات ددې نغد سند دی ، چې موږ له خپلو شهیدانو سره جفاء کړې ده ، موږ دهغوی وینې هیرې کړي دي ، هرچا ته خپل شهیدان  محتر م دي ، کمونیستان هرکال  ډاکټر نجیب لمانځي په خپلو مړو باندې ټینګه ملاتړي او تروروستي حده ترې دفاع کوي  خو موږ کله هم دخپل برمیال جهاد ویاړمن شهیدان یاد نه کړل  او نه مو ورسره دوفادارۍ کوم ثبوت وړاندې کړ .

که موږ دانه شو کولای ، چې دطالبانو غوندې کمونیستي قاتلان  راوځړوو ، دا خو مو په وس پوره ده ، چې له کمونیستي وحشیانو څخه دخپل ایمان  او سپیڅلو شهیدانو په پار کرکه وکړو ( وذالک اضعف الایمان )

نورالحبیب نثار صاحب نن چې له سلیمان لائق  سره په یوه اتڼ کې څرخیږې ، په میلمستیاو کې ورسره  پیپسۍ ټسوې او ځان یې افتخاري شاګرد بولې ، نو ماته دا ووایه  چې ستا دهغو پرونیو منډو ترړو مطلب بیا څه وو .

هغه چې څو کاله مخکې پیښور ته تښتیدلی وې ، علت یې څه وو ، آیا په منظره منظره تللی وې ، که دلته کومه بله کیسه هم روانه وه .

د ۴۷۷۵  شهیدانو  نوملړ نن  دحال په ژبه چیغې وهي ، چې لعنت په کمونیستانو چې په ظلم یې له مونږه دژوند حق واخیست . . .

 او لعنت په هغو  مسلمان نمایانو چې یوځل یې موږ له کمونیستي کفر سره دمقابلې ډګر ته ټیل وهلو ، ددوی دبقاء او سرلوړی لپاره ددوی دراتلونکي ښیرازۍ لپاره  موږ وینې نذرانې کړې او شهیدان شوو ، مګر دوی بیا نن له هماغو کمونیستانو  سره پۍ پرې ایښي چې لاسونه یې زموږ په وینو سره دي .

زخمي افغان

د لیکوال څو نوري لیکني:

1. غربیان له دیموکراسۍ بیزاره شول

2. د استخباراتو په ترټولو محرم مرکز برید څه معنی ؟

3- په شپږشلې ډالر دې ایمان خرڅ کړلو دوکه شوې !!

4. په ( ازاد بازار ) کې ماشومان هم خرڅیږي

5. په تازه جریاناتو لنډې تبصرې ( ۵ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x