نړۍ

پوځ په وزيرستان کې د کورونو بامونه نړولي

نن ټکی اسیا ( جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان پوځ جنوبي او شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پر مهال د ولسي خلکو د کورونو بامونه نړولي او لامل يې دا ښوولی، چې ګوندې وسله والو مخالفينو په کې پناه نه وي اخيستي.

د چارواکو په وينا وزيرستان له تېرو څو کالو راهيسې د پاکستاني طالبانو مرکز و، له هماغه ځايه يې د پاکستان په نورو سيمو کې خپل بريدونه او چاودنې کولې او پوځ ادعا کوي، چې دغه غريزه سيمه يې له وروستي «ترهګره» هم پاکه کړې ده.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د قبايلي سيمې خلکو ته له دوو کالو وروسته پوځ اجازه ورکړې، چې خپلو کورونو ته ورشي او اوس، چې د سيمې بې ځايه شوي خلک خبرېږي، د ډېرو کورونه د پوځي عملياتو پر مهال نړېدلي او د روغو کورنو بامونه پوځيانو په دې بهانه وران کړي، چې مخالفين له دې کورونو د مورچو په توګه کار وا نخلي.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، چې پوځ د جون په لومړۍ نېټه د چورلکو په واسطه د رسنيو استازو ته د دغې سيمې د ليدنې اجازه ورکړې وه.

د فرانس پرېس له قوله د وزيرستان ډېری کورونه نړېدلي، مګر پوځي چارواکي ادعا کوي، چې يو شمېر کورونه د «ورښتونو او توپانو» له امله نړېدلي دي.

پاکستاني پوځيان وايي، چې د وزيرستانيانو د ټولو کورونو بامونه يې له دې امله نړولي، چې په دې سيمه کې مخالفين سمڅې جوړې نه کړي او يا ترې د مورچو په توګه کار وانخلي.

د ژورنالېستانو له قوله له هوا داسې کورونه ليدل کېدل، چې بامونه يې نه وو، په داسې حال کې، چې نور دېوالونه يې روغ جوړ وو او د کور سامانونه هم په کې سلامت پراته وو.

پاکستاني پوځ په ۲۰۰۹م کې هغه مهال د بيت الله محسود په مشرۍ د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل او د دغو عملياتو له امله له اويا زرو زياتې کورنۍ بې ځايه شوې وې.

د پوځي چارواکو په وينا له اووه کاله پوځي عملياتو وروسته نږدې ۴۲زره کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي او پاتې نور خلک به هم په لنډ وخت خپلو کورونو ته وګرځي.

دوه کاله وړاندې، چې د پاکستان پوځ په دغه سيمه کې يو ځل  بيا يو مخيز پوځي عمليات پيل کړل، نږدې لس لکه خلک د دغو عملياتو له امله بې کوره شوي وو.

ډګروال عمران ژورناليستانو ته ويلي، چې حکومت د دغې سيمې خلکو ته د ژوند ټولې اسانتياوې، لکه ښوونځي، روغتونونه او د اوبو اسانتياوې برابرې کړي دي.

په عين حال کې ولسي خلک وايي، چې د دوی کورونه او سوداګريز مرکزونه نړېدلي او اوس د وزيرستان خلک د خوندي  روغو کورونو له کمي سره مخ دي.

په وزيرستان او لرې پرتو سيمو کې د کورونو بامونه له لرګيو جوړ شوي، د ژورناليسانو له قوله د وزيرستان ګڼ کورونه نړېدلي او د روغو کورونو بامونه وران شوي او اوس هم په کې د کورونو سامانونه ښکاري.

حکومت وايي، چې دوی به زيانمنو کورنيو ته د نړېدلو کورونو د بيا جوړولو لپاره څلور لکه روپۍ ورکړي.

د پوځ د دغه وړانديز په اړه د مکين ۵۵ کلن حاجي محمد وايي، چې څلور لکه روپۍ خو ډېرې کمې دي او په دې خو يوه کوټه هم نه جوړيږي.

د حاجي محمد په وينا زما کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې غواړي، چې ډېر ژر خپلې سيمې ته ستانه شوو، مګر ځمکني حقايق د دې اجازه نه ورکوي، چې دوی خپلو سيمو ته ستانه شي.

ژورناليستانو له ډګروال عمران څخه پوښتنه وکړه، چې دغه څلور لکه کلدارې به د دې کورونو د بيا رغولو لپاره بس شي؟ ډګروال عمران وويل، چې د دې خبرې ځواب نه شي ورکولای.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکی ملک محمد غلام وايي، چې په ميران شاه او شاوخوا سيمو کې ډېری کورونه د پوځي عملياتو له امله نړېدلي دي.

نوموړي وويل، چې د شپې له ۷ د سهار تر ۷ په ګرځېدو بنديز وي او پوځ دوی ته اجازه نه ورکوي، چې د شپې له خپل کوره د باندې راووځي.

پېښور مېشتی وزيرستانی خبريال احسان دوړ وايي، چې د پاکستاني پوځ د عملياتو پر مهال د شمالي وزیرستان ډېری کورونه له خاورو سره خاورې کړي دي.

د ښاغلي دوړ په وينا پوځ له خلکو غوښتي، چې له يو منزل زيات کورونه او مارکيټونه جوړ نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x