fbpx

د هواوې انر ۸ (Honor 8 Huawei) ځانګړتیاوې افشا شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): هواوې کمپنۍ له پرلپسې بریاو وروسته غواړي خپل نوی ځانګړی سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي خو د وړاندې کولو له نیټې څخه وړاندې د دغې سمارټ فون یو شمیر ځانګړتیاوې په ډاګه شوي.

د ټکنالوژي کارپوهانو په وینا ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د سمارټ فونونو په نړۍ کې د دوه کامرو کال دی چې هواوې کمپنۍ خپل انر وي ۸ (Honor V8) چې دوه ۱۲ میګاپکسله وړتیا لروونکي کامرې لري معرفي کولو سره د رقابت لپاره نوی بازار خلاص کړی.

په سمارټ فونونو کې د سکرین سایز هغه څه دی چې زیات شمیر کاروونکي ورته ځانګړې توجه نه کوي او هواوې خپل انر ۸ (Honor 8) کې کوم چې به ډیر ژر معرفي شي په دې اړه هم فکر کړی.

انر ۸ (Honor 8) به له ۵.۲ انچه ډسپلې سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي. د دغې سمارټ فون تخنیکي نوم فراډې (Faraday) دی کوم چې به په دغه کال کې د دغې چینایۍ کمپنۍ تر ټولو غوره محصول وي.

په دغه سمارټ فون کې به Kirin 950 یا 955 ډوله پروسېسر کارول شوی وي. د معلوماتو پر بنسټ د دغې سمارټ فون رېم ۴ ګیګابایټ ښودل شوی. Type-c یو ایس بي پورټ وړتیا هم لري.

د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ په دغه سمارټ فون کې انفرېرېد (Infrared) پورټ هم ځای پر ځای شوی تر څو وکولی شي د کور له نورو سمارټ سامانونو سره اړیکه ټینګه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د