د اندلس ناجي او د لازقه د ډګر قهرمان امیر یوسف بن تاشفین (اوله برخه )

لیکوال : شریف عبدالعزیز
ژباړن : شفیق احمد ریان

د صحابه کرامو له زماني وروسته د اسلام مشهور قهرمانان چي مسلمانان يي له نوم سره بلدتیا لري د ګوتو په شمار دي لکه : صلاح الدین ایوبي ، سیف الدین قطز ، ظاهر ببرس او نورالدین زنګي دا سلسله همدلته ختمه شوي مسلمانان نور قهرمانان او فاتحین نه پيژني ، حال دا چي که موږ په غور سره د اسلام تاریخ مطالعه کړو ، د اسلام په لوړ والي او خپراوي باندي غور وکړو په دي به پوه شو چي د اسلام هغه قهرمانان کم نه دي چي کارنامي يي تر سره کړي او اسلام يي په سیمو کي ژوندی ساتلی دی،د هغو سپاه سالارانو او فاتحینو له جملي څخه یو هم امیر یوسف بن تاشفین رحمه الله تعالی علیه دی ، هغه کس چي په لاس يي د شمالي افریقا هیوادونه او اسلامي اندلس په حساس او سرنوشت ټاکونکي مرحله کي له سقوط څخه وژغورل او سره متحد يي کړل .
د حیرانتیا خبره داده چي اکثره مسلمانان د شرق د یوسف له شخصیت او فتوحاتو سره بلدتیا لري ،یعني صلاح الدین ایوبي چي په لاس يي بیت المقدس د صلیبیانو له پنجي څخه خلاص شو خبرتیا لري ، لیکن د مغرب له یوسف (یوسف بن تاسفین ) چي د اندلس د حکومت ته يي نجات ورکړ او څلور سوه کاله يي ددي هیواد سقوط وځنډاوه بیا هم دوی ددي سپهسالار له ژوند ، کارنامو او قهرماني څخه معلومات نه لري .

په پنځمه هجري پيړۍ کي د شمالي افریقا د مسلمانانو خراب وضعیت :

وروسته له دي چي شمالي افریقا ته د اسلامي فتوحاتو لړۍ ورسیدله ، ددي خاوري اکثره سیمي د صحابه کرامو او تابعینو په وخت کي د اسلام د مجاهدینو په لاس کي ولویدلي ، د بربر په نوم د افریقایانو د قبیلي ډلي ډلي کسان په اسلام مشرف شول .

له اسلام راوړلو څخه وروسته يي خپلي ټول جاهلانه عادتونه او رسمونه پريښودل ،ټول اخلاق او عادتونه يي اسلامي شول ، ددوی زړونه په اسلام سره پاک شول ، د شمالي افریقا ګڼ شمیر هیوادونه له لیبیا نیولي بیا تر انتلانتیک بحر پوري ټول د عباسي او اموي حکومت تابع وو .

د عباسي خلافت په نیمايي کي دا اسلامي خلافت تجزیه شو او جلا جلا کوچني حکومتونه جوړ شول لکه د ادریسه ، خوارجو او فاطمیانو حکومتونه چي د عباسي خلافت په کمزوري کیدلو سره يي له موقعي استفاده وکړله او د متوکل په وخت کي يي جلا،جلا حکومتونه جوړ کړل .

په شمالي افریقا کي د بربریانو قبیله ددي حکومتونو د جوړولو او بدلولو ددستګاه اکثره قربانیان وو ، تر دي مخکي د بربریانو قبیله د اسلامي خلافت تر چتر لاندي د اسلامي تعلیماتو په تر لاسه کولو لګیا وه ، د خلافت له تجزیه کیدلو څخه وروسته په سیمه کي کوچني حکومتونه جوړ شول له دي امله د اسلامي تعلیماتو د تر لاسه کولو سلسله ودریدله ، تازه مسلمان شویو بربري قبایلو ونه شوای کړلی چي اسلامي تعلیم په پوره ډول تر لاسه کړي ، له دي امله اکثره تازه مسلمان شوي بربریان بیرته خپلو پخوانیو عادتونو او جاهلانه رسمونو ته وګرځیدل ، په سیمه یو ځل بیا د جهل او ګمراهي سیوری وغوړید .

د مرابطینو د حرکت ظهور :

د کوچنیو کوچنیو حکومتونو جوړیدل او د هغو په منځ کي خپل منځي جګړو د شمالي افریقا وضعه ډیره خرابه کړه ، خلګ بیرته د جاهلیت د وخت په خرافاتو بدعتونو او شرک باندي اخته شول ،تر دي چي په ۳۴۳ هـ ق کال کي د مرابطین حرکت د یو عالم او متقي شخص عبدالله بن یاسین په لاس پیل شو ، نوموړي عالم خپل کار خلګو ته له دعوت ورکولو هغو څخه د خرابو عادتونو ، خرافاتو او مشرکانه کړنو د لري کولو پیل کړ ، مګر له څو کسانو پرته نورو خلګو يي دعوت قبول نه کړ ، شیخ عبدالله (رحمه الله) چي له دي ځای څخه مایوس شو نایجر کي يي یو کاروانسرای د عبادت او اسلامي علومو د زده کړي لپاره کرایه کړ او له خپلو شاګردانو سره يي هلته په عبادت او د اسلامي علومو په تدریس پیل وکړ .

د وقت په تیریدلو سره نور خلګ هم د نوموړي شیخ رحمه الله د شاګردانو په صف کي داخل شول ددوی تعداد ورځ په ورځ زیاتیدو تر دي چي شمیر يي زرګونو ته ورسید ، دي وخت کي شیخ عبدالله رحمه الله تصمیم ونیو چي د لمتون د قبیلي (دا قبیلی د سنهاجه قبیلي یو خاښ دی ) د مشر امیر یحی بن عمر لمتوني په مرسته د منحرفو قبایلو په وړاندي قیام وکړي ، دي حرکت مرابطین چي تر دي مهاله يي صرف دعوت کاوه په یوه داسي جهادي خوځښت بدل کړل چي د اسلام خپریدل او د ملک الوطوافیو له منځ وړل يي خپل هدف وګرزاوو .

دي جهادي محیط او ایماني فضا کي د نیجر د جزیري په یوه کوچني کاروانسرای کي د شیخ پارسا شیخ عبدالله تر نظر لاندي زموږ د لیکني اتل سلطان یوسف بن تاشفین زده کړه وکړه او لوی شو .

په ۴۴۷ هـ ق کال کي سطان یوسف ۴۷ کلن او په کامل ډول پوخ شو ، امیر یحی بن عمر ( د لمتونه قبیلي ریس ) وفات شو په ځای یی ابوبکر بن عمر د قبیلي مشر وټاکل شو ، نوموړي د لښکر مشري خپل د تره زوی یوسف بن تاشفین رحمه الله ته وسپارله .

د اولي برخه پای !