دیني، سیرت او تاریخ

قرآني او نبوي ملغلري

عبدالمالک همت

د لوی څښتن سبحانه ويناده:

﴿فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (55) ﴾ [التوبة : ٩ : ٥٥]

ژباړه:  (اى نبي!) ته د دغو منافقانو مالونو او اولادونو (يعني اقتصادي او انساني ځواک) ته مه اريانېږه.(او مه ورته په تعجب کي کېږه، مه يې خوښوه او ښه يې هم مه ګڼه، ځکه چي)  الله جل جلاله غوښتي دي چي په دې مالونو او اولادونو سره دوى د دنيا په ژوندانه کي (د هغو د پيداکولو په لار کي په زيار ګاللو او له دې امله په کړاوونو زغملو ، او په شتو او اولادونو کي په نغښتو مصايبو او د هغو د ساتلو په لالهاندي او د هغو په ښندلو کي په ناخوښي سره او هغه چا ته په پرې ښوولو سره چي احسان يې نه مني) په عذاب (او مصايبو) اخته کړي  او ساوي يې هم (له بدنونو څخه)په داسي حال کي وباسي چي (د الله او د هغه د پيغمبر په اړه) کافران وي. (او په آخرت کي هم د خپل کفر له امله په عذاب اخته وي او د دوږخ په ژورو کي د تل لپاره واوسي).

تفسير: يعني د دغو شتو او اولادونو په مينه چي دوى اخته سوي او د منافقت چلند يې غوره کړى دى له امله به يې په اسلامي ټولنه کي زيات خوار او ذليل اوسي او هغه ټول  شان اوشوکت او رياست، عزت، شهرت ، خاني او مشري چي تر اوسه په عربي ټولنه کي دوى لري، په نوې اسلامي ټولنه کي به د خاورو سره خاوري سي. ډېر ټيټ مريان او د هغو اولادونه او عادي بزګران او پونده به چي د ايماني اخلاص ثبوت يې ورکړى دى په دې نوي نظام کي د عزت خاوندان سي او نسبي سرداران به د خپلي مادي پالني له امله بې عزته سي.

د دې کيفيت يوه په زړه پوري بېلګه هغه پېښه ده چي يو ځل د حضرت عمر رضي الله عنه په مجلس کي رامنځ ته سوه. د قريشو څو تنه غټان چي په هغو کي سُهَيل بن عمرو او حارث بن هِشام غوندي کسان هم وه د حضرت عمرسره کښېنستل. هلته داسي پېښه وسوه چي له انصارو او مهاجرو څخه به چي کوم عادى سړى هم راغى، نوحضرت عمر به هغه خپل څنګ ته کښېناوه او دغو مشرانو ته به يې وويل   چي ده ته ځاى خالي کړئ. په لږ وخت کي خبره دې ته ورسېده چي دا ښاغلي په څکېدو څکېدو د مجلس د پاى څنډي ته ورسېدل. کله چي د باندي ووتل حارث بن هشام  خپلو ملګرو ته وويل: تاسي وليدل چي نن زموږ سره څه چلند وسو ؟ سُهَيل بن عمرو وويل: په دې کي عمر ملامت نه دى، ګناه زموږ ده چي کله موږ دې دين ته وبلل سوو، نو موږ مخ ځني واړاوه او دغو کسانو هغه سمدستي ومانه. بيا دغه دواړه ښاغلي بېرته حضرت عمر رضي الله عنه ته ورغله او ورته ويې ويل چي: نن موږ ستا چلند وليد او موږ پوهيږو چي دا زموږ د تېروتنو پايله ده. خو آيا اوس زموږ د دې تېروتنو د تلافۍ(جبران) کومه لار سته؟ حضرت عمر په ژبه کوم جواب ورنه کړ او يوازي يې د روم  د هيواد د پولي خوا ته اشاره وکړه.

مطلب يې دا وو چي اوس د جهاد په ډګر کي ځانونه او مالونه وښندئ، ښايي هغه موقف چي له لاسه مو ورکړى دى، بېرته ترلاسه کړئ.

بل داچي دغه آيت د دنيوي مال او دولت په اړه د يوه ستر حقيقت لوري ته اشاره کوي. د اسلام ښوونه داده چي مال او دولت په خپل ذات کي کوم داسي شى نه دى چي انسان يې د خپل  ژوند موخه او مقصد وګرځوي. د انسان د ژوندانه اصلي موخه بايد د لوى څښتن خوښي ترلاسه کول او د آخرت  سمېده وي  البته څنګه چي په دنيا کي د ژوندي پاته کېدلو لپاره شتو ته اړتيا سته ، نو د جايزو لارو د هغو تر لاسه کولو ته ضرورت دى، خو په دې هکله هم بايد دا خبره هېره نه سي چي د دنيا د اړتياوو د ترسره کولو لپاره مال په خپل ذات کي په مستقيمه توګه کومه ګټه نه رسوي. بلکي دا د هوسايى او سوکالى د وسايلو ذريعه باله سي. خو کله چي انسان په خپله شته  د ژوندانه موخه ګرځوي او هر وخت په دې فکر کي وي چي شته مي په څه ډول ډېر سي، نو دا بې چاره دا هېروي چي هغه په دې فکر کي ان خپله هوسايي او آرامي لا هم له لاسه ور کړې ده. بې شکه چي په دې توګه په پيسو کي زياتوب راځي، خو نه د ورځي هوسايي وي، نه د شپې، نه د خپلي مېرمني او اولادونو سره د خبرو فرصت په لاس ورځي او نه د هوسايى د وسايلو څخه د خوند اخيستلو وخت لري. بيا که چيري په دې پيسو کي څه تاوان وکړي، نو غم او غوسه يې نوره لا هم زياته سي. ځکه چي دا تصور ورسره نه وي چي د دې تاوان عوض په آخرت کي ورکول کيږي. په دې توګه که لږ غور وکړو  نو دغه مال او دولت د دې پر ځاى چي نعمت جوړ سي، د انسان لپاره دنيوي عذاب جوړيږي. دغه حال د اولادونو هم دى. که د لوى څښتن سره تعلق نه وي، نو دا هم زياتره انسان ته مصيبت او کړاو جوړيږي.

لوى څښتن جلت عظمته د شتمنو منافقانو په اړه فرمايي چي ما دغه اقتصادي او انساني ځواکونه او شتمنۍ دوى ته د دوى د عزت او درناوي لپاره نه دي ور کړي، بلکي د دې لپاره مي ور کړي دي چي دوى په دنيا کي د هغو په سبب په غداب او تکليف سي. رشتيا هم دغسي شتمن لومړى د دغو شتمنيو پر ټولولو ډول ډول کړاوونه او عذابونه ګالي او بيا يې د ساتلو په اړه د سختو ستونزو سره مخامخ وي. په دې وروستيو مهالونو کي تاسي وينئ چي دغه د شتو او واک او چوکيو مينان د پرديو ظالمو کفارو د غلامۍ جغ په څه ډول پر اوږو وړي او د خپلو مسلمانو او همجنسو وروڼو په وړاندي د څونو ډول ډول نادودو مرتکب کيږي او بيا چي د شتو خاوند سي د وهم او بېري ژوند يې وي. له بېري له خلکو څخه پټ ګرځي، پر خپلو دفترونو او کورونو يې پيرې درولي او د سمېټي دېوالونو کلاوي يې پر را ګرځولي وي. په ټولنه کي عادي ژوند او عادي ګرځېده راګرځېده نه سي کولاى او له هر چا څخه په بېره کي وي او هر څوک چي د څخه کار لپاره ورځي له لنګوټې څخه تر پرتوګه ټول تلاښي کوي او پر هر چا يې د ځان د وژونکي ګومان راځي. خداى تعالى مودي له دغسي حاله وساتي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم څه ښه ويلي دي چي:« إِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ فِتْنَةً وَإِنَّ فِتْنَةَ أُمَّتِي الْمَالُ ». (بې شکه چي هر امت لره فتنه سته او زما د امت فتنه شتمني ده). مولانا جلال الدين بلخي رحمه الله وايي:

چيست دنيا از خدا غافل بدن نى قماش ونقده وميزان وزن
مال را كز بهر دين باشى حمول نعم مال صالح خواندش رسول
آب در كشتى هلاك كشتى است آب اندر زير كشتى پشتى است
چونكه مال وملك را ازدل براند زان سليمان خويش جز مسكين نخواند

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x