افغانستان

عامو افغانانو په خپلو تبصرو کې سیاف ( مرکب جاهل ) بللی

تیره ورځ په کابل کې دشورای نظار دمشر احمدشاه مسعوددوژنې تلین لمانځل کیده ، چې په غونډه کې دکرزي دحکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو ویناوې وکړې ، غونډې ته دقسیم  فهیم ،  فضل هادي مسلمیار ، عبدالرؤف ابراهیمي او نورو  لوړپوړو په ګډون ډیرو چارواکو خبرې وکړې ، خو هغه ویناوال چې خبرې یې غیرمعمولي او دګډونوالو لپاره حیرانوونکې وې ، داتحاد دتنظیم پخوانی مشر سیاف وو .

 

سیاف چې دجګړې دډګر غوندې دمنطق او استدلال په ډګر کې هم په سرزورۍ او سرټمبګۍ مشهور دی ، یوځل بیایې هڅه وکړه ، چې په خپلو مشددو خبرو ، قلقلو ، بې مورده قسمونو ، تکفیري فتواوو  او احمقانه  غړانګو سره خپل شړیدلي موقف  او رژیدلي آبرو ته تکیه ورکړي ، او له خپل مشهود ضلالت  څخه دعامه افغانانو اذهان په بله کړي .

د عیني شاهدانو په قول ددې سترې غونډې په سټیج باندې دسیاف دخبرو لهجه داسې وه ، لکه دکلي په کوم پیتاوي کې یې چې دیوال ته ډډه اچولې وي ، او په غیرمسؤله توګه خپل دزړه بړاسونه هوا ته خوشي کوي .

سیاف دافغانستان دامریکا ضد جهاد مجاهدین  په غلامۍ ، نامردۍ ، بې غیرتۍ  او نورو ډول ډول تورونو تورن کړل ، ده وویل چې معاصر مجاهدین افغانان نه دي ، دوی په لویو لارو باندې غلاوې کوي ، معاشونه یې له بهره راځي او دې ته ورټه ځیني نورې داسې اپلتې یې وغږولې چې قلم یې په لیکلوشرمیږي .

دسیاف ددې خبرو په اړه ګڼ شمیر افغانانو په خپلو فیسبوک صفحو باندې دنوموړي دخبرو په اړه خپل نظریات شریک کړي دي ، چې دلته یې ځیني له تاسو سره شریکوو .

سیاف په پرونیو خبرو کې دعوه وکړه ، چې طالبان غلامان دي او دی آزاد دی ، دوسیم سجاد په نوم یوه وتلي لیکوال دسیاف ددې خبرې په ځواب کې لیکلي (سیاف وایي چې:من ازاد هستم!!! د ظالم بچيه کابل ته په هیلوکوپټر کې راځی نو ازادي څه مانا لري؟ )

خالد ساحل لیکي : اصلي بدناموونکی داسلام اوافغان سیاف ده ، سیاف شرمیږي هم نه چې د ۵۲ کفارو ملکو سره مزدور ده ، لعنت شه په سیاف داد امریکا او ایساف ایجنډ.

ضیاء شهابزاده لیکي : سیاف منافق دی د سیاف په اندازه چا هم جنایت ندی کړی تاسی لاړ شی د ده یو ورره دی د ممتاز په نامه د خلکو او دولتی مځکی یی د کمپنی په سیمه کی خرڅی کړی چی هغه هم د دغه خبیث د نوم نه ګټه اخلی د سیاف په ګیره موږ نتیزوزو دا سیاف یو ستر خاین دی د خدای نه غواړم چی دی هم د معسود په سرنوشت ګرفتارشی .

حکمت دوتاڼی لیکلي : سیاف یو معلومدار جاهل ده .

دشمس په نوم یو افغان فیسبوک کاروونکي لیکلي دي : سیاف هغه انتر نشنل منافق ده کوم چه اوس 21قرن کی ساری نلری دده تیری خبری واوری چه یووخت یی ویل چه دابه کوم مسلمان ومنی چه وروسته له روسانو دی افغانستان کی یو بل کافر تجاوز وکری او موژ یی ملاتر وکرو که چیری ما داسلام اومسلمانانو خلاف دکفر ملاتر اختیارکر نو پوه شی چه زه گمراه شوی یم زما ملاتر مه کوی .

ناصر رشاد سیاف ته لیکلي : تا خو هم د جهاد په نامه په زرګونو بی ګناه انسانان ووژل . یو څو پوښتنی له تا څخه سیافه . ایا تا جهاد وکړ ؟ د څه لپاره ؟ د چا سره ؟ څوک دی ووژل ؟ که دی د روسانو سره کړی وی خو امریکایان څوک دی ؟ جواب . سیافه تا جنګ کړی . د پیسو لپاره . د افغانانو سره . بی ګناه افغانان دی ووژل خو اخیری پوښتنه به ته جوابوی .

سیاف په پرونۍ وینا کې طالبان مزدوران وبلل خود نبي الرحمن هویدا په نوم یوه افغان  لیکلي  چې سیاف دمزدور په معنی نه پوهیږي ، ځکه همدا اوس نوموړی ۱۹۵ زره  افغانۍ معاش اخلي چې داټول ورته له امریکا راځي ، نو په دې سره نوموړی خپله دامریکا مزدور دی او معاش یې له بهره دی .

صفي الله افغان لیکلي : سیاف د مسیلمة الکذاب له ملګرو دی په دین غلط تعبیر کوي .

صلاح الدین انصار په نوم یو افغان دسیاف خبرو ته په اشاره  لیکلي دي : دا خبیث یهودی شوی او الله دې دهمدغې مبارک قرآن او احادیث په برکت دا خبیث مردار کړی چې مبارک آیتونو او احادیثو ته یی توهین وکړ، الله دې د همدې عذاب ورپسې کړی.

ضیاء شهابزاده لیکلي : سیاف یو منافق دی چی د هر چانه یی ډیر جنایتونه کړی او موږه هیڅ کله د سیاف په ګیره نه تیر وځو .

پرون  سیاف طالبانو تورن کړل چې له موټرو ښځې ښکته کوي خو دمجاهدقلموال په نوم یوګډونوال چې سیاف یې مرکب جاهل بللی دی  نوموړي ته لیکلي دي : سیاف وایي طالبانو له موټر ښځه ښکته کړې ده

سیاف خانه په دې ځان خبر کړه چې دغه کار هم ستا دبدنام ، لوچک او افغانیت شرموونکي ملي امنیت درئیس اسدالله خالد د بې غیرته کړنو نتیجه ده چې په کابل کې یې درنه او پتمنې مسلمانې  چې اولاد یې په نس وو ناګناه زندان ته واچولې ، او بیا یې له ملي امنیت څخه ستری محکمې ته فرمان واستاوو چې پام زما دشخصي ښځینه بندیانو په قضیه کار ونلرئ ، دا به ترهغو زنداني وي ترڅو زما خوښه وي ، سیافه ستا دلوچک او دشیرعلم دبدنام چوکره اسدالله خالد همدا جنایت وو چې طالبان یې هرډول اقدام ته مجبور کړل .

آیا ته هم دشرم ،حیاء او افغانیت دعوه کوي ، ستا د سادیستو جګړه مارو دقتل ، چور ، زبرزنا او فحشاء کیسې ته موږ ته نه دي معلومي ، دافشارو فاتحه لږ شرم وکړه ، ستا ترږیره لاندې دافشارو په ماشومانو او تورو سرو باندې څومره جنسي تیري وشول ، ورشه له قومندان توپان نه دې پوښتنه وکړه چې داڅلور ښځې یې په زور کړي که په رضاء  بې حیا بې شرفه ستا پلار چې په جیب کې ټنګه نه درلوده ، همدا اوس تا انصاف هوټل له کومه کړ ، په کابل کې سرایونه  بلډینګونه ، د دوبۍ ځمکې او بانکي حسابونه دې له کومه کړل ؟ آیا دا هماغه دشهیدانو دوینو ثمره او دبیت المال پیسي نه دي ، که تا په مخ پوزه او دشرم سترګې  درلودای باید ترمرګه دی چادري اغوستی وای .

په ټوله کې دعامو افغانانو نظریات ښيي چې دسیاف له خبرو سره توافق نه لري او نوموړي ته دیوه ناپوه  او ګمراه سړي په سترګه ګوري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x