ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۲-۱۰۳)

مه خفه کېږه! (۱۰۲)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ نړۍ له همداسې خلکو څخه ډکه ده!

رومانی امپراتور او حکیم مارکوس او یلیوس وویل:
(( نن ورځ به زه له یو شمېر داسې خلکو سره مخ شم، چې ډېرې خبرې کوی، هم هغوی چې پر خپل ځان مېَن او مغرور دی؛ خو ځکه نه خفه کېږم، چې ما ته جوته ده چې دنیا په همداسې خلکو ډکه ده! ))

ارسطو وایې:
(( مثالی سړی د داسې کارونو په تر سره کولو خوښېږی، چې د نورو په ګټه وی او له دې څخه شرمېږی، چې نور خلک د ده کار وکړی، او لامل یې همدا دی چې له نورو سره ښېګڼه کول د سر لوړۍ او غوره والی دلیل دی، او له نورو څخه یې تمه کول، د ناکامۍ نښه ده. ))

————-

مه خفه کېږه! (۱۰۳)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ څه دې غم دی، چې یوه پرچه ډوډۍ لرې!

کله چې له تا سره یوه مړۍ ډوډۍ، یو غړپ اوبه او جامې شته، نو مه خفه کېږه، د اطلس په سمندر کې یوه بېړۍ چلوونکی لاره ورکه کړه او پوره یوویشت ورځې لالهانده شو؛ کله یې چې نجات ترلاسه کړ، نو خلکو ورڅخه د یوه لوی عبرتناک درس په اړه چې ده ترلاسه کړی وو، وپوښتل، هغه داسې وویل: له دغې ترخې تجربې څخه ما دا درس واخیست چې که پاکې اوبه او پوره خواړه درسره وی، نو بېخی غم مه کوه!

یو چا ویلی، چې:
(( ژوند یوه مړۍ ډوډۍ او یو غړپ اوبه دی او نور چې څه دی، هغه اضافه دی. ))

ابن الوردی وایې:
(( د کسری پاچاهی هم یوې مړۍ ډوډۍ او یو غړپ اوبو ته اړتیا لری. ))

جوناتن سویفټ وایې:
(( د نړۍ تر ټولو ستر ډاکټران له رحم، ډاډ او خوښۍ څخه عبارت دی، له خوښۍ او ډاډمنۍ سره لږ خواړه کارول بریالۍ درملنه دی. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x