افغانستان

طالبانو د تورخم د برید تازه جزئیات خپاره کړل

نن سهار وختي د ننګرهار ولایت د تورخم په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پوځي تم ځای تر سخت وسله وال برید لاندې راغی.

له پیښې څو ساعته وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې پیښې وروستي او تفصیلي جزئیات اعلان کړي.

همدا لږه شیبه مخکې ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې برید سهار وختي د دریوو سرښندونکو بریدونو په واسطه پیل شو.

نوموړی وايي چې د پنځه ساعته جګړې په پایله کې د امریکایانو (۱۱۰) ټانګونه، (۱۲) ماین پاک ټانګونه، او (۹۲) لوی بار ټیلر په مکمل ډول له منځه تللي.

مجاهد ویلي چې دغه راز (۹) عدده ډک کانټینرونه چې له پوځي مهمات بار ولاړ ول په مکمل ډول ویجاړ شوي.

ویل شوي چې دغه پوځي مهمات او عراده جات له افغانستان څخه د امریکايانو د پوځي انسحاب په لړ کې له هیواد څخه ایستلو ته تیار وه.

طالبانو دغه برید خورا ښه تکتیکي برید بللی او ویلي یې دي چې یو شمیر بهرنیو عسکرو او د هغوی افغاني ملاتړو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې.

ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د درې تنو سرښندونکو په شهادت د سهار په لسو بجو پای ته ورسید خو سیمه اوس هم د اور لمبو او لوګیو په سر اخیستې.

ناټو او امریکایانو په دې برید کې د مالي تلفاتو په اړه سکوت اختیار کړی خو ویلي یې دي چې کوم سرتیری یې نه دی وژل شوی.

ټاکل شوې وه چې دا مهمات د تورخم له لارې د پاکستان د کراچۍ بندر ته او له هغه ځایه بیا په بحري بیړیو کې د واشنګټن پر لور روان شي.

د کتونکو په اند په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون زماني ارزښت ته په پام سره، چې له هیواد څخه په وتلو بوخت دی، دغسې یو قوی برید د طالبانو د پیاوړي قوت نخښه ګڼل کیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x