افغانستان

سرپل: ۱۷ کسان د یوه زخمي طالب په بدل کې خوشې شول

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د سرپل ولایت چارواکي وايي چې طالبانو هغه ۱۷ کسان چې دوه ورځې وړاندې یې نېولي وو د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړتوب خوشې کړي دي.

طالبانو دوه ورځ وړاندې د سانچارک په «ده مرده» سیمه کې د مسافرو دوه موټر ودرول او ټول مسافر یې له ځانه سره بوتلل.

طالبانو ته نېږدې سرچېنو ویلي چې یاد کسان دولتي مامورین وو، خو ازادو سرچېنو لا دا خبر نه دی تایید کړی.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت ویلي چې ۱۷ نېول شوي کسان بېګا د شپې شاوخوا اته بجې د سیمې د خلکو او قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې شوي دي.

هغه ویلي چې یاد کسان د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکي وو او د دغې ولسوالۍ څخه د سرپل مرکز په لورې روان وو چې د طالبانو له لوري وتښتول شول.

بل لوري ته ځايي اوسیدونکي وايي چې دغه ۱۷ کسان د نقیب الله په نوم یوه ټپي طالب په بدل کې خوشې شوي دي.

دوی پژواک خبري اژانس ته ویلي چې «د طالبانو دغه غړی څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو ونیولو او په روغتون کې تر تداوۍ لاندې و».

خو دولتي سرچېنو د طالبانو سره د تبادلې خبر رد کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې هم طالبانو د کندوز- تخار پر لار ۱۸۵ تنه مسافر له موټرو ښکته کړل. د مسافرو د نېولو څو ساعته وروسته د کندوز چارواکو د ۱۵۰ تنو د خوشي کېدو خبر وکړ او ويې ویل چې ۳۵ تنه طالبانو له ځانو سره وړي دي.

طالبانو د پېښې تایید وکړ او ويلي يې دي چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عامه نظم او کمانډو ګڼو عسکرو په شخصي جامو او موټرو کې سفر درلود، د هغوی د موندنې په موخه يې ګڼ مسافر ښکته کړي، پوښتلي يې دي او نظامي کسان يې له ځانو سره وړي دي.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال هم د طالبانو د څرګندونو پخلی کړی و او ويلي يې و چې طالبانو نظامي کسان د بایومیټریک په وسیله معلومې کړي دي.

نوموړي یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو چې طالبانو د بایومیټریک ماشین په واسطه د وسله وال پوځ جنګیالي او منسوبین پیژندلي، هغوی یې نېولي او پاتې نور مسافرین یې بیرته خوشې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
واحد نبی

هیند زمونز یو دوست هیواد دی مونر ته یی داسی عرفانی او تل بانی کارونه وکزل ددوی مرسته او کمک ته تل سترکی به لاره یو
امریکایانواو نروالی تولنی 15 کاله به افغانستان کی تیرکرل خوداسی اساسی کار یی نه دی کری جی مونر تری فایده بورته کزو تول یوبارمصرف کارونه کوی

مجاهد

کفار ( نړیوال یهودی استعمار ) هلی ځلی لری چه مونږ د هغو ګاوندیانو سره ( چه ژبنی ،دینی او فرهنګی) ګډ مخرجونه لرو په دشمنیو او د هغو ګآوندیانو سره چه حتی اهل کتاب هم نه دی دوستان جوړ کړی تر څو په دی واسطه مونږ هر یو جلا جلا ښکار کړی ، طبیعی ده چه ددی کار د پاره زمونږ ځینی اجیرانو ته دنده سپارل شوی چه کفار زمونږ اصلی دوستان او مسلمانان زمونږ اصلی دشمنان ر اوپیژنی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x