افغانستان

کرزی او نوازشریف به په ګډه د قطر د دفتر د تړلو کوښښونه کوي

راپورونه وايي چې کرزي د پاکستان له لوموړي وزیر نوازشریف سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه تفصیلي خبرې کړي.

اسلام اباد ته د کرزي د وروستي سفر په ترڅ کې دواړه خواوې دې موافقې ته رسیدلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو لپاره به تر وروستي بریده هلې ځلې جاري ساتي.

هندي ورځپاڼو خبر ورکړی چې د کرزي او نوازشریف خبرې او څرګندونې ډیرې غوڅې او صریحې وې، او افغان پلاوي له پاکستاني لوري وغوښتل چې له طالبانو سره له اړیکو په استفادې هغوی اړ کړي چې په قطر کې خپل دفتر وتړي او په سعودي عربستان یا ترکیه کې یې پرانیزي.

راپورونه وايي چې د دولت د سولې د شوری رئیس صلاح الدین رباني، چې په دې سفر کې له کرزي سره مل وه، هڅه کوله چې پر طالبانو د پاکستان کنټرول قوي وښيي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه کوله چې طالبان وهڅوي تر څو د سولې د شوری سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

یو لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی رسنیو ته ویلي چې د کرزي زیات ټینګار پر دې وه چې څنګه ممکنه ده طالبان د ده له ادارې سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو په خپلو څرګندونو کې بار بار ویلي چې په خپلو پریکړو کې ازاد او مستقل دي او د هیڅ چا تر تاثیر لاندې نه دي، او دوی به پخپله دا تصمیم نیسي چې له چا سره، څنګه، کله، او په کوم ځای کې خبرې وکړي.

د روان کال د جون په ۱۸ طالبانو د اسلام اباد او کابل له مخالفت سره-سره په قطر کې خپل سیاسي دفتر رسما پرانیست چې په نړیواله کچه د دروند استقبال سره مخامخ شو.

خو د کابل حکومت چې له اوله سره په قطر کې د دغسې یو دفتر سره حساسیت درلود او له دوحې څخه یې خپل سفیر لا پخوا د احتجاج په توګه ورغوښتی وه، په دغه ورځ یې د طالبانو له بیرغ سره سخت مخالفت وښود او له امریکایانو یې وغوښتل چې په قطر فشار راوړي تر څو بیرغ د دفتر له ودانۍ کښته کړي.

طالبانو د بیرغ له کښته کولو وروسته د دفتر دروازه وتړله او تر نامعلومې نیټې پورې يې دفتر ته ورتګ وځنډاوه.

د کرزي او نوازشریف وروستۍ موافقې ډیرې پوښتنې راپیدا کړي چې ولې افغان او پاکستاني چارواکي د طالبانو له دفتر سره په قطر کې مخالفت ښيي، خو همدا دفتر بیا په سعودي عربستان او ترکیه کې غواړي.

د کتونکو په اند کرزی ځکه د قطر د پروسې د شنډولو هلې ځلې کوي چې ده په کې هیڅ رول نه درلود، نو د یو داسې بدیل د رامینځ ته کولو هڅې کوي چې لږ تر لږه دی هم په کې د یو رول څښتن وي.

طالبان وايي چې د سیاسي دفتر لپاره یې د قطر هیواد د یو لړ شروطو پر اساس غوره کړی، او سعودي عربستان او ترکیه په هغو شروطو برابر نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

کرزی او نوازی دواړ غلامان دی

احمد

کرزی او نوازی دواړ غلامان دی
او غلام هیڅکله نه دځان اونه هم دبل چا واکدار جوړیدی شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x