عطامحمد نور: څو «مچان» او «حشرې» زما په اړه ناسمې څرګندونې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا نوموړی د کندوز د سقوط عامل وباله، په غبرګون کې ویلي چې څو مچان او حشرې د ده په اړه ناسمې څرګندونې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ تېره ورځ پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د کندوز د سقوط لوی عاملین هغه قومندانان و چې د بلخ د زور واکو ملاتړ ورسره و.

هغه لیکلي: «د حقیقت موندنې د کمیسیون د راپور پر اساس، د کندز د سقوط تر ټولو لوی عاملین هغه قوماندانان وو، چې د بلخ د زورواکو مادي او معنوي ملاتړ ورسره دی.»

د بلخ سرپرست والي دا اشاره د ځان په لوري بولي او په غبرګون کې يې د ملي امنیت شورا ویاند له مچ او حشرې سره ورته بللی دی.

نور په خبري ناسته کې وویل: «ځينې مچان او حشرې د بلخ او زما په اړه ناسمې څرګندونې کوي، زه يې حتی نه غواړم نوم واخلم.»

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح هم د تواب غورځنګ مقصد عطامحمد نور بللی، هغه چې د کندوز د حقیقت موندنې د کمیسیون غړی هم و، نوموړي ته په ځواب کې لیکلي، چې غورځنګ دې خبره سمه کړي کنه دی به مجبور شي چې د کندوز اړوند برابر شوی دوه سوه مخیز راپور چې له رسنیو پټ ساتل شوی، په غږیز ډول خپور کړي.

عطامحمد نور د جنبش مشر دوستم هم په شمال کې په نا امنۍ جوړولو تورن کړ او ويلي يې دي چې د نورو په ګډون په لوی لاس غواړي شمال په تېره بلخ د نا امنۍ کندې ته ور ټېل وهي.

د ملي امنیت شورا د عطامحمد نور د څرګندونو په اړه په څه نه دي ويلي، خو ویاند يې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ده د کندوز د سقوط په پېښه د چا نوم نه دی مشخص نوم نه دی اخیستی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

لمړی ځل دی چه د فاسدی او بی کفایتی اداری یو لوړپوړی د شمال پاچا سمه او په حقه خبره لیکلی چه دغه ټوله اداره د حیواناتو کچه کی قرار لری ، چه ملالی جویا ورته طبیله ویله ( هغه هم په حقه وه ) هغه چه د عطا نور په اړه یی سمی یا ناسمی ویلی مچان او حشری او عطا نور چه په لوړپوړو او بیا دا ۱۵ کاله د شمال پاچا دی یعنی په لویو حیواناتو کی ځآن ګډوی . وایی د فیل په غوږ مچ ناست وو بیا تری تللو ، فیل ته یی وویل د… نور لوستل »