افغانستان

غزني: ۱۵ امريکايي خاص ځواکونه په یو تاکتیکي برید کې ووژل شول

د طالبانو سرچینې وايي چې بیګا شپه یې په یوه خورا حیرانوونکي تاکتیکي برید کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۱۵ تنه عسکر وژلي.

ذبیح الله مجاهد د پیښې تفصیل داسې بیانوي چې د طالبانو یو سیټ ګرځنده ټلیفون د امریکایانو لخوا تر تعقیب لاندې وه، طالبانو نوموړی ټلیفون په یوه تشه قلا کې ایښی په داسې حال کې چې ټوله قلا ماین کاري شوې وه.

امریکایان په دې طمع چې د تعقیب شوي موبایل څښتن به ژوندی ونیسي او یا به یې ووژني، بیګا د شپې په یوه بجه سیمې ته ورسیدل، او په نوموړې قلا یې چاپه ووهله.

د طالبانو سرچینه زیاتوي چې کله امریکايي عسکر یادې قلا ته داخل شول، ځای پر ځای شوو ۳۰ کړۍ ماینونو ته انفجار ورکړل شو او قلا ته داخل شوي ټول امریکايي عسکر پکې ووژل شول.

مجاهد د عیني شاهدانو په حواله وايي چې په سیمه کې د امریکايي عسکرو د بدن غوښې او د وسلو ټوټې شیندلې پیندلې پرتې دي چې امریکایانو ته د خورا درنو تلفاتو څرګندونه کوي.

د طالبانو سرچینې وايي چې لومړني معلومات ښيي چې تر ۱۵ پورې خاص چاپه وهونکي امریکايي عسکر وژل شوي دي.

مجاهد وايي چې دا خونړۍ او هیښوونکې پیښه د غزني ولایت ګیرو ولسوالۍ په شیخو سیمه کې رامینځ ته شوې.

ویل کیږي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان د مخابراتي شرکتونو څخه په استخباراتي برخه کې ډیره استفاده کوي، او د طالبانو اکثریت وژل شوي او نیول شوي کسان لومړی د تلیفون له لارې تعقیب شوي او بیا تر برید او چاپې لاندې راغلي.

باید وویل شي چې د دغه ګواښ د مخنیوي په منظور طالبان په ډیرو سیمو کې اړ کیږي چې په مخابراتي شرکتونو فشار راوړي تر څو خپلې دستګاوې هره شپه له ماښامه تر سهاره بندې وساتي.

د یادې پیښې په اړه تر دې دمه امریکایانو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x