ټولنیزه برخه

وفادار ملګری

ژباړه:حمدالله حلمیار

د هند په نیمه وچه کې یو زلمی باچا وو، یو وخت له کومه لرې هیواده چا د قیمتي او ښکلو ښځینه جامو ډالۍ رالیږلې وه، باچا خپل وزیر ته وویل چې ښځې او شهزادګیانې راخبرې کړه تر څو په جامو کې دځان لپاره خوښې کړې… وزیر د باچا حرم ته لاړ او دباچا میرمنې یې راوغوښتې!

ښځو چې رنګارنګ ښکلې جامې ولیدې نو په خوښولو کې یې رټې حیرانې شوې

شیبه پس د باچا یوې ځوانې میرمنې سر راجګ کړ او په سترګو کې یې وزیر ته وویل چې کومه جوړه ښکلې ده!!؟
وزیر هم په سترګه د یوې جوړې په لور اشاره وکړه… خو د سترګې کښېکښلو پر مهال باچا د وزیر دا حرکت ولیدی… ښځې له خپلو خپلو جامو سره  ولاړې خو وزیر بیچاره سخت وارخطا او په اضطراب کې وو، حیران وو څرنګه باچا قانع کړي چې په دې حرکت کې دده نیت څنګه وو!!!

بالاخره وزیر مجبورا د سترګې دغه حرکت ته دوام ورکړ او باچا ته یې وویل چې سترګه یې ناڅاپه په دې ناروغي اخته شوه…
وزیر به همیشه کیڼه سترګه کښېکښله او د څه مودې په تېرېدلو سره دغه حرکت د وزیر عادت جوړ شو…کله چې د باچا ځنکدن شو نو خپل شهزاده ته یې وصیت وکړ چې دده له مرګه پس دي هم همدا وزیر پرخپل منصب پرېږدي، ځکه دې وفادار وزیر پر نه کړې ګناه دېرش کاله بخښنه وغوښته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x