افغانستان

ولسمشر اشرف غني د سلما بند پرانستو په موخه هرات ته رسېدلی دی

نن ټکی اسیا ( جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هرات هوايي ډګر کې ښکته شو او هلته ورته د ښونځيو زده کوونکو او ولايتي چارواکو هر کلی ووايه.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر به هرات کې د خپل سفر پر مهال له ولايتي چارواکو، امنيتي مسوولينو، ملي سوداګرو او قومي مشرانو سره وګوري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې ولسمشر غني او د هند لومړی وزير نريندرا مودي به نن ناوخته چشت ولسوالۍ کې په ګډه سلما بند پرانيزي او له هغې وروسته به هرات کې ګډ خبري کنفرانس ته هم وينا وکړي.

سلما بند د هند او افغانستان د دوستۍ بند بلل شوی دی.

سلما بند د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان په واکمنۍ کې ۱۹۷۶م کې پيل شوی و، مګر د غوايي له کودتا وروسته يې کار په ټپه ولاړ و او له څلوښت کالو وروسته د هند حکومت له لوري د ۲۹۰ مليونه ډالرو په مرسته ورغول شو.

سلما بند ۴۲ ميګا واټه برښنا توليدوي او څه کم اتيازره هيکټاره ځمکه خړوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x