نړۍ

د اوباما په مخ کې ایف ۱۶ الوتکه وغورځېدله

نن ټکی اسیا ( جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د امریکا د هوايي ځواک د یوې نوې دستې د فراغت په غونډه کې د امریکا یوه ایف ۱۶ الوتکه د پوځي مانورې پرمهال په ځمکه راپرېوته.

د امريکايي رسنيو له قوله په دغه غونډه کې چې د امریکا په کلورادو ایالت کې تر سره شوه، د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم په کې د مشر مېلمه په توګه ګډون درلود.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې الوتکه د غونډې له ځایه شپږ میله لرې هغه مهال وغورځېده، کله چې د هوايي ځواک د فراغت په مراسمو کې په ننداریز پرواز کې ګډون کړی و.

د امريکا هوايي ځواک د عامه اړيکو څانګه وايي، چې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې يوازې پيلوټ سپور و او د الوتکې نسکورېدو سربېره ياد پيلوټ ژوندی پاتې دی.

د سپيني ماڼۍ د ویاند جورج ټينيټ په وینا له پېښې وروسته ولسمشر اوباما د ژوندي پاتې شوي پيلوټ سره کتلي، له نوموړي یې مننه کړې چې د امریکا خدمت کوي او شکر یې کښلی چې څه زیان نه دی ورته رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x