د محمد خان اندړ ښکلي شعرونه

ihsasچې ستا کوڅې ته تله راتله لرمه 

پوه شه چې مينه دی په زړۀ لرمه

چې په نامه ئې شلمه زما هسکه ده

زه داسې پلار داسې نيکه لرمه

دبابا جان تاريخ ژوندی چې ساتي

زه داسې زوی داسې وراره لرمه

مظلومې اوښکې چې هجرت پري کوي

دغسې لار په ګرېوانه لرمه

چې نسبونو دجهان منلی

داسې نسب دپښتانه لرمه

لکه شبنم دګل په پاڼه وېده

زه داسې اوښکه په ليمه لرمه

چې سره وژنی په خپل مينځ کې وروڼه

داسې آفت په خپل کاله لرمه

سلو کې يونيم باسواده نشته

په وطن دغسې تياره لرمه

کرمان ډهلی او سمرقنده پوري

داټوله خاوره په نامه لرمه

نور ئې له مېني ماتوبه ايستلی

هر ښکلې مخ ته صرف کاته لرمه

تر سر اومال چې ورته تېر يم اکبر

ديار له خوا به څه خواږه لرمه


چې تل ژړيږم دآشنا په غم کښې

څه به مې سترګو کې رانجه پاته شي

زما غوندي تږي عاشقان چې لری

ساقی په جام کې به دي څه پاته شي

په څه خواريو آشنا ورور جوړوم

غماز له لاسه بېرته تره پاته شي

درخسار ډير خوند وي په داسې حال کښې

کله چې اوښکه په ليمه پاته شي

خوشحال به ولې شبنم هغه نه وي

دګل په پاڼه چې وېده پاته شي

ځوانان به څنګه سم دخدای په لار شي

چې مو زاړه په لار کاږه پاته شي

چې حقيقت په خپلو سترګو وېنی

اکبر به څنګه پټه خوله پاته شي


چې سپوږمۍ او لمر ئې حُسن ته حېران دی

دې رخسار ته دي د کومه رنګ راوړی

چې پېدا دي درخانۍ کړه پری آدمه

دې رباب ته دې دکومه ټنګ راوړی

رنګارنګ دي ننګيالې په دې دنيا کې

خو پښتون دی خدا دکومه ننګ راوړی

څه ګيله به له پردوزامنو وکړو

چې خپل کور ته مو خپل ورور دی جنګ راوړی

تش کتلو باندی هم راته غصه کړی

يار ټټر مې مور زاده دی تنګ راوړی

افغان کله سر ټېټې قبوله نده

سرئې هرځائ همېشه دی دنګ راوړی

ګېله من به له قسمته ولي نه يو

زمونږ کابل خوراته تادی ړنګ راوړی

دګلونو بوئېدل زه اکبر څه کړم

په تحفه کښې راته يار لونګ راوړی


څوک چې له اوله زمونږ دژوند په ختمېدلو کې دی

ختلی نده هغه خار زمونږ په تلو کې دی

خلکو کړې تشې ميخانی دشرابونو څخه

شيخ لا اخته دی دتسپو په اړولو کې دی

ګرځي عاشق په سرولمبو کې معشوقې دپاره

غماز ظالم ئې ديارۍ په ورانولو کی دی

دنيا ته ګوره تر سپوږمۍ پوری خو ورسېده

زما پښتون لادخپل ورور وينو څښلو کی دی

نور عادت نه لرم صرف يو کتل مې ځان ته پريږده

لکه ګازره ستا ټول خوند په خرپولو کی دی


درقيبانو مرهمو ته ضرورت نه لری

اکبر لګيا دپرهرو په شړولو کی دی

داچې څه کړمه کوم دخدای دپاره

په دنيا ژوند تېروم دخدای د پاره

مېخانی ته دثواب ګټلو نيت کې

ساقی زه درسره ځم دخدای دپاره

که زخمونه دي سل زر په زړګی جوړ شي

څوک به درنکړی مرهم دخدای دپاره

بيګاه خوب کې می افغان بچو ته وويل

له دې بعدواخلې قلم دخدای دپاره

داشېطان وه چې جنت ئې پرې تاوان کړ

آدم کله خوړ غنم دخدای دپاره

ددنيا دغمو پنډې به په سروړي

يوبه نشې تش پو غم دخدای دپاره

دايمان کمزوری شوه تردغه حده

وبه نه خوری څوک قسم دخدای دپاره

زه اکبر په هغه وخت دستې رغېږم

که خپل يارچوف کړم اودم دخدای دپاره


دغه څنګه حُسن خدای درده حېران يم

چې دي هر وخت دلېدلو په آرمان يم

زه چې ژاړم ته خندا راپوری مه کړه

ته چې اوښکې تويوې زه دې ګريوان يم

که دی غم کله رباب ماته رازده کړ

بيابه هله ته درخو زه آدم خان يم

خدازده ولی می ته خواته نه رادرومی

که نی ياره په غمونو خو دې ګران يم

چې مې مېنه دآشنا په زړۀ کې نه وی

تش کالبوت يم که په تخت دسلېمان يم

ددوزخ لمبې خو نه سوځي جسدزما

سوځولی په دنيا غم دجانان يم

بې ګناه ئې زه له کلی وايستمه

ګنهګار ويل زه که نه وځم خوخان يم

هېڅ وخت نه پرېږدی اکبر دښکلو مينه

وائې زه خو ننګيالی پښتون افغان يم


زه دې له حُسنه مزه څنګه واخلم

زه دې له سترګو نشه څنګه واخلم

چې زما اوستاتراوسه نشته سلام

زه دې له غېږي سينه څنګه واخلم

زما دټکور زړګی پروا دې نشته

له بل چازړۀ ته پېنه څنګه واخلم

تاخووعدې هيڅ پوره نکړی آشنا

اوس دی له خولی نه وعده څنګه واخلم

چې مې نشه ديار دسترګو نه وي

زه به نشه له بنګه څنګه واخلم

ته له روبيار سره خبری نه کړی

زه له روبياره قصه څنګه واخلم

ساقی دی تاپه سرلماشو خفه

اوس مېکدی نه پياله څنګه واخلم

وائې اکبر په چل ئې نه پو هېږم

زه له دې مېنی مېنه څنګه واخلم


په وجود مې جوړ زخمونه بې شمار کړي

چې آشنا په رخسار زلفې تار په تار کړي

لو جفا به بله نۀ وی دې جفا نه

هغه څوک چې په دنيا کې يار به يار کړي

پټول لازم بدرنګو ته دمخ دي

داخو ښکلې کوې ناز چې پټ رخسار کړي

ترقيامته به لاس وانخلم له عشقه

خير که څوک مې دمنصور غوندې په دار کړي

عاشق شوی داناصح به چېرته نه وی

ځکه ماته نصېحت بېګاه سهار کړي

بختور به زه اکبر هله ځان بولم

چې قسمت مې قبر جوړ په غزنی ښار کړي


څومره خوشحاله يم اختر چې راغی

ورسره کلی ته دلبر چې راغی

په يو يو وار مې وفا نه بلله

اوس خو ئې بولمه اکثر چې راغی

بل چېری ما پسې سر نه ګرځاوه

خير دديدن ورکوم تر در چې راغی

په لر طرف مې انتظار وی سترګې

نوی قېصه وه يارله بر چې راغی

جونو ويل ماذېګري خوند وکړ

نن دګودر خواته اکبر چې راغی


ژوند دګل په خوا کې چې بلبل غواړي

زړۀ راڅخه دغسی کابل غواړي

څه بې پکښې خامخا لېدلي وي

داوطن په زور چې رانه بل غواړي

بل کئ ورانوي آخو ياديږي بل

داسې وران ويجاړ ئې ولې خپل غواړي

داپه غلامانو ودانېږي نه

دغه د مېرويس غوندی اتل غواړي

ای ( اکبره) څه ساده سړی ئې ته

دې دنيا کې وخت تيرېده چل غواړي


داچې ښکلي وينم نو خوشحال يم

که نی هسې په ژوندون کې په بدحال يم

ای ناصحه نصېحت نور راته مه کړه

زه ديار مېنه کې تير تر سراومال يم

ددوستانو هر يو زخم ته مرهم يم

دغليم لپاره سخت دمرګی جال يم

چې ښائست دښکلی مخ دې پرې تازه وی

ستا په زنه کې زه هغه شينکی خال يم

چې هر ښکلی ته ولاړ لاس په سلام يم

نور څه نه يم بس صرف دغه يو کمال يم

رژوي چې دناقِصو ونو پاڼې

زه اکبر په دنيا دغسې شمال يم   


دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو

حق دبل په سترګو وينو

خو تېری ورباندې هم کړو

دناحقه طرفدار يو

سرټېټې ور لاندې هم کړو

دڅه فسق فساد لپاره

په خبرو ښه ځان کلک کړو

دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو

په پردئ يوه لوېشت مځکه

سپېنه ږيره باندې قران کړو

په ناحقه ځان حق بولو

کلې کور کې هم اعلان کړو

دلمسی او زوی لپاره

خپل عمل له خاورو ډک کړو

دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو

چې پلانی کاکا پری نږدي

ګوډه کړې زما خره وه

يو لس شل کاله پخوا ئې

څه دعوه هم زما سره وه

هر يو مشر خپل کشری ته

ورزده دغسی سبک کړو

دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو

عزتمند سړی لپاره

دناپوه سړی اکمال کړو

په څو شپو کړ ژرترژره

اخته دواړه په جنجال کړو

مونږ دخير په غونډی کينو

پوه په ځان پورې هک پک کړو

دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو

اتفاق ورورولی څه لار

مونږ دوه نه ځو په يوه لار

چې مو پلار نيکه څه کړې

په اوږو نه وړو هغه بار

دخپل سر دښمن په سر وړو

خو په خپل ورور باندې ټک کړو

دځان دغه غېرت بولو

چې دقام سپين ږيری سپک کړو

دين کې دغه همت بولو

چې ملا له جومات ورک کړو


زه مزدور ستا دآبا وائ

چې رمه مې در پوولائ

په ساده ښکلې اواز کې

تاپه شپون نامه بللائ

وائی له کلي ښاره لری

په صحرا او په دښتو کې

يامو خوا ته تورځنګل وائی

يا دشنو غرونو سرو کې

چې له خلکو په آمان وائی

داسې ځائ کې اوسېدلای

زه مزدور ستا دآبا وائ

چې رمه مې در پوولائ

په ساده ښکلې اواز کې

تاپه شپون نامه بللائ

يوه لکڼه يوه شپېلۍ وائی

يوه رمه يوه مو کېږدۍ وائی

زه او ته وائی بل څوک نه وائی

يو دي پلار يوه دې مورکۍ وائی

زنده ګې مو بې له چا داسې

داسې حال کې تېرولای

زه مزدور ستا دآبا وائ

چې رمه مې در پوولائ

په ساده ښکلې اواز کې

تاپه شپون نامه بللائ

دسهار لمونځ چائ نه وروسته

مارمه بيولائ صحرا ته

هلته ونو بوټو کاڼو

انتظار کولائ ماته

ماسلام وراچولائ

دوی وعليکم راته کړلائ

زه مزدور ستا دآبا وائ

چې رمه مې در پوولائ

په ساده ښکلې اواز کې

تاپه شپون نامه بللائ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.