افغانستان

طالبانو له سیلاب ځپلو سره د مرستو او همکاريو ږغ کړی

flood1

له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هیواد په ځینو ولایاتو کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي.

طالبانو له زیانمنو شوو هیوادوالو سره غمرازي ښکاره کړې او په دې غم او درد کې يې ورسره ځان شریک ګڼلی.

دغه راز يې له خپلو مجاهدینو، خیریه ټولنو، او شتمنو هیوادوالو غوښتنه کړې چې د سیلاب ځپلو هیوادوالو سره هراړخیزې مرستې وکړي.

په یوه مطبوعاتي بیان کې چې په همدې مناسبت رسنیو ترلاسه کړی، ویل شوي:

“اسلامي امارت پرخپلومجاهدینوباندي ږغ کوي چي په سیلاب ځپلوسیموکي دهیوادوالوسره دخپل وس مطابق هراړخیزه همکاري وکړي ، دغه رازاسلامي امارت دخیریه ټولنواوشتمنوهیوادوالوڅخه هم غواړي چي په دې لوی مصیبت کي دسیلاب ځپلوهیواوالو سره عاجلي صحي اوغذایې مرستي وکړي ،دسرپناځای ورته برابرکړي اودویجاړوشووکورونه په بیارغونه کي داسلامي اوملي مکلفیت اوبشري خواخوږۍ له مخي هراړخیزکومک ورسره وکړي”.

خو په بیان کې د کابل له حکومت څخه مستقیما غوښتنه نه ده شوې چې له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي، بلکه هغه بې ځایه لګښتونه او مصارف یې غندلي دی چې د كابل حكومتي چاراکي یې د هیوادوالو اقتصادي ستونزو او مشکلاتو ته په بشپړه بې اعتنایۍ او لاپروایۍ مصرفوي.

“باوري خبره ده که دکابل ادارې چارواکي چې خپل رژیم منتخب اوملي بولي دعیش اوتفریح دیوې ورځې مصارف دسیلاب ځپلوهیوادوالوسره شریک کړي موجودمشکل به یې حل شي ، خوثابته ده چې دکابل فاسد ه اداره دډیروزیاتوخارجي مرستواوداخلي امکاناتوسره سره دولس سره دستونزوپه حل کي نه یوازي برخه نه ده اخیستې بلکي وخت په وخت یې مشکلات ورته ایجادکړي په یواوبل نوم یې پیسې ځني شکولي اوخپل جیبونه اونسونه يې پرې پړسولي دي”.

ویل کیږی چې د سختو بارانونو نه وروسته د سیلابونو له امله په کابل، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیکا، غزني او یو شمیر نورو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د خلکو زرګونه جریبه زراعتي ځمکې له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x