سجاد غریبي: دداعش جلاد نه پر خلاف یې جګړې ته تیار یم – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل): څه موده مخکې په ټولنیزو پاڼو کې د یوه ایراني تابعیت لرونکي ځوان سجاد غریبي انځورونه نشر شوي وه او ورسره لیکل شوي وه چې نوموړی د داعش (اسلامي دولت ډلي) جلاد دی.

سجاد غریبي دغه تورونه رد کړي او ویلي چې ما ږیره پریښې، ځکه مي خلک پر داعش پوري تړي. د ایراني رسنیو د راپورونو سره سم نوموړي ویلي، تیار دی سوریه ته لاړ شي او هلته دداعش په خلاف جګړه کې برخه واخلي.

ایران سوریې ته خپل پوځ، ملیشې او د افغانستان په شمول د مختلفو هیوادونو شیعه ګان د جګړې لپاره لیږي.

سجاد غریبي پر انسټاګرام خپل اکاونټ هم لري ، تر ۳۷ زره زیات خوښوونکي لري، تر اوسه یې ۹۱ انځورونه نشر کړي او هر انځور یې په زرګونو خوښوونکي لري.

سجاد غریبي پر خپل انسټاګرام اکاونټ لیکلی چې پر الله او امامانو ایمان لرم، د اهواز د سیمي یم، په بوشهر کې لوی سوی یم، عمر مي ۲۴ کاله دی.

خو پر هغه سربیره په فیسبوک او ټویټر کې د نوموړي په اړه داسي اوازې خپرې شوې چې ګواکي د دداعش جلاد یا د انسانانو قصاب دی.

څه موده مخکې داسي خبرونه نشر شوه چې د عراق پوځ د داعش هغه جلاد نیولې چې عبدالرحمن العراقي نومیږي،  لوی بدن لري، مخ یې پټ کړي وي، د خلکو او کامرو په مخ کې د انسانانو سرونه  او نور اعضا پرې کوي.

سجاد غریبي د داعش د جلاد سره د جسماني مشابهت له وجي په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې د داعشي جلاد په نوم مشهور شو.

sajad ghareebi (2) sajad ghareebi (4) sajad ghareebi (5) sajad ghareebi (6) sajad ghareebi (1)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د