افغانستان

امريکايي ډګرمن: په افغانستان کې د امريکا پوځي او سياسي ستراتيژي ناکامه ده

نن ټکی اسیا ( جمعه، غبرګولي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د امريکايي پوځ يو متقاعده ډګرمن په افغانستان کې د امريکا پر پوځي او سياسي ستراتيژي نيوکې کړي او دغه تګلاره يې ناکامه بللې ده.

متقاعد ډګر ډانيل ډيويس ټايم امريکايي مجلې ته د افغانستان په اړه په خپله تازه مقاله کې ليکلي، چې واشنګټن د افغان جګړې په اړه څرګند دريځ نه لري او له همدې امله د امريکا مبهمه ستراتيژي په افغانستان د امريکا د ناکامۍ لامل شوه.

ډانيل ډيوس امريکايي رسنيو سره په افغانستان کې د امريکا د سياسي او پوځي ستراتيژۍ په اړه هم خبرې کړي، د امريکايي چارواکو کړنې يې غندلي او ناکامه يې بللي دي.

ډګرمن ډيوس وايي، چې پر افغانستان کې د امريکا يرغل يوه تېروتنه وه او د تېروتنې پر سر بله تېروتنه دا وه، چې «موږ په دغه هېواد کې داسې يو څوک واک ته ورساو، چې موږ ته يې د طالبانو د رژيم په نسکورولو کې جاسوسي کړې وه.»

ډانيل ډيوس زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د شتون او ماموريت په اړه امريکايي ولس هم بې باوره دی او تر اوسه هم نه پوهېږي، چې دغه جګړه د څه لپاره ده.

نوموړي د امريکا او نړيوالې ټولنې تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ولسمشريزو وروستيو ټاکنو ته هم اشاره کړې، چې له ټاکنو او ناندريو وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري د ملي وحدت په نوم يو داسې حکومت رامنځته کړ، چې د افغانستان ولس يې تمه نه کوله او له پايلې يې هم نهيلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x