د ننګرهار په یوه هدیره کې د چاودنې په اړه د نن ټکی اسیا ځانګړی مستند راپور

graveyard

نن ټکی آسیا: دوه ورځې وړاندې راپورونه ورکړل شول چې د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ګولايي د کلي په یوه هدیره کې یوې چاودنې د قومندان غالب د کورنۍ ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د نن ټکی آسیا همکار سیمې ته ورغلی او له ځايي خلکو سره یې د خبرو پر بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې ماین د قومندان غالب د ورور (حاجي خیالي) په قبر کې مخکې له مخکې ښخ شوی وه، او کله چې د اختر په ورځ د نوموړي د کورنۍ غړي د هغه قبر ته ورغلي ماین چاودیدلی او درې ښځې او درې ماشومان یې ځای پرځای وژلي دي.

د نن ټکی اسیا همکار زیاتوي چې قومندان غالب د غني خیلو په ولسوالۍ کې د اربکیانو مشر وه، خو کله چې په یاده ولسوالۍ کې طالبانو په پرلپسې توګه لوړپوړي دولتي چارواکي په نښه کړل، نوموړي دا دنده خپل ورور (حاجي خیالي) ته پریښوده او خپله په کابل کې میشت شو.

د نن ټکی آسیا همکار ته ځايي خلکو ویلي چې قومندان غالب او ورور یې حاجي خیالي دواړو به عام خلک د طالب په نامه ځورول، وهل، او آن په مرګ باندې ګواښل.

حاجي خیالی پروسږکال د طالبانو په یو تاکتیکي برید کي په داسي ډول ووژل شو چي د مازديګر لمانځه وروسته د مسجد ديوال  ډډي ته د خلکو سره ناست وه څو تنه مسلح طالبان د ملي اردو په دريشۍ کي راغلل او د خلکو له ډلي څخه يي يوازي په همده ډزي وکړي او وتښتيدل.

د سیمې یو تن اوسیدونکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله نن ټکی آسیا ته وویل چې کله حاجي خیالي ووژل شو نو ورور یې (قومندان غالب) د هغه د وژنې په تور په خپلو تره زامنو د نوموړي د قتل دعوه وکړه او بالآخره یې ورڅخه یو تن د پیښور په کارخانو کې په خپل دوکان کې وواژه.

نوموړی وايي چې وژل شوي دکاندار له طالبانو سره هیڅ تړاو نه درلود خو قومندان غالب پرې ځکه د قتل دعوه وکړه چې تبلیغي وه او یو متقي او پرهیزګار سړی وه.

د نن ټکی اسیا همکار د ځايي اوسیدونکي د څرګندونو له مخې وايي چې قومندان غالب ته له هماغه وخته شخصي دښمني پیدا شوه.

د نن ټکی اسیا همکار په خپل راپور کې زیاتوي چې د سیمې خلک د یادې پیښې په اړه درې ډوله نظر لري.

ځینې ګومان کوي دا ماین هغو بې ګناه ملکي خلکو د انتقام له مخې ځای پرځای کړى کوم چې قومندان غالب او حاجي خیالي د خپل اربکیت په موده کې د طالب او القاعده په نامه وهلي، ځورولي، او بندیان کړي دي.

د ځینې نورو په اند ښايي دا پیښه د قومندان غالب او د هغه د تره زامنو ترمینځ د تازه شخصي دښمنۍ پایله وي او یا ښايي دې اور ته د بل چا لخوا د لمنې وهنې یوه دسیسه وي.

خو یو شمیر کسانو نن ټکی آسیا ته په خپلو څرګندونو کې ددې پیښې تر شا د استخباراتي کړیو په لاس لرلو شک څرګند کړی.

ددوی په وینا قومندان غالب لا له وړاندې د اربکیانو له مشرتوب لاس اخیستی او کابل ته کډه کړې وه، خو کله چې یې ورور د طالبانو لخوا ووژل شو، او د روژې نه مخکې د قومندان غالب کور چې اوس د اربکیانو مرکز دی د طالبانو تر سخت برید لاندې راغی او د نوموړي د یو بل اربکي خپلوان په ګډون ګڼ اربکیان په کې ووژل شول، قومندان غالب ډیر سخت ویریدلی، د سیمې یو تن اوسیدونکی د نوموړي له خولې ویلي چې وايي نور له اربکیانو سره هیڅ کار نه لري او همدا قرباني يې بس ده چې دوه تنه “شهیدان” یې له کورنۍ څخه ورکړل.

ځايي اوسیدونکو نن ټکی اسیا ته ویلي چې دولت ډیره هڅه وکړه چې قومندان غالب دې ته تیار کړي چې د اربکیانو مشري په غاړه واخلي خو نوموړی ددې مسئولیت منلو ته نه راضي کیږي.

ددوی په وینا ګومان کیږي چې د یادې پیښې هدف دا وي چې د قومندان غالب لپاره په سیمه کې طالبان یو ستر ګواښ وښيي او په دې توګه یې دې ته قانع کړي چې بیرته د اربکیانو مشرتوب په غاړه واخلي، ځکه چې په ټوله ولسوالۍ کې بل داسې مخور کس نه پیدا کیږي چې ددغې دندې منلو ته زړه ښه کړي.

د نن ټکی اسیا همکار په پای کې وايي، که څه هم په سیمه کې اوس طالبان په پوره قوت کې دي او د اربکیانو پخوانی زور نه دی پاتې، او د حاجي خیالي نه وروسته د اربکیانو دریم مشر هم د طالبانو لخوا ووژل شو، خو بیا هم عام خلک دا ګومان نه کوي چې ګوندې طالبان دې په پيښه کې لاس ولري.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا پیښه په کلکه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې چې نن ټکی اسیا ته یې هم یوه کاپي رارسیدلي ټینګار کړی چې هیڅ مجاهد ته اجازه نه ورکوي چې په انتقامي عمل کې ښځې او ماشومان په نښه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د