افغانستان

غور: پنځلس پولیسو ته مرګ-ژوبله اوښتي یو نادرکه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل): د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کي طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، امنیتي چارواکي وایي چي په برید کي ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي او یو تن بل نادرکه سوی دی.

د غور والي غلام ناصر خاضع رسنیو ته وویل چي د طالبانو او پولیسو تر منځ تېره شپه هغه وخت جګړه ونښته کله چي طالبانو د پسابند ولسوالۍ بازار ته نژدې پر یوه پوسته برید وکړ، نوموړۍ وایي چي د طالبانو په برید کي درې پولیس وژل سوي، ۱۲ ټپيان دي او یو بل پولیس نادرکه سوی دی.

ګمان کیږي چي نادرکه سوی پولیس دي طالبانو له ځانه سره وړی وي.

غلام ناصر خاضع د جګړې د دوام خبر ورکړی او زیاتوي چي په جګړه کي د طالبانو لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو د کره شمیرې په اړه یې ناخبري څرګنده کړه.

د یادوني وړ ده چي څه موده وړاندي د پسابند ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کي ددې ولسوالۍ امنیه قومندان هم ووژل سو او ځینو نورو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو تردې دمه د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x