د ازرې او حصارک د جګړې په اړه د یو امریکايي ژورنالیست څرګندونې

afghan army2

یو امریکايي ژورنالیست چې یوازې د جګړییزو راپورونو په نشرولو مشهور دی، د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکي دوی په ازره او حصارک ولسوالیو کې د امریکایانو له ملاتړ پرته عملیات ترسره کړي.

(ډیویډ ایکس) د افغانستان د دفاع وزارت هغو ادعاوو ته په اشارې چې له مخې یې په یادو دوه ولسوالیو کې په سلګونه طالبان مړه او ټپیان شوي، او له سیمې څخه طالبان ایستل شوي دي، وايي چې “په هغو ادعاوو باور مه کوئ چې له کابل څخه راځي”.

نوموړي زیاتوي:

“په داسې حال کې چې امریکا او ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي، زیات امکان لري چې د افغانستان حکومت ادعاوې تر ډیره حده خیالي شکل ولري”.

ډیویډ ایکس، چې سپینې خبرې یې مهمه ځانګړتیا ده، وايي:

“هسې خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ریښتینولۍ چندان مشهور نه دي، خو لږ تر لږه دومره تمیز لري چې په داسې نرمه طریقه پروپاګند وکړي چې د منلو وړ وي. خو په جګړه کې د امریکا افغان ځای ناستي په هیڅ بند او واز نه دي، د شکست، بریا، او د هیواد د ستونزو او مشکلاتو په اړه به زښت زیات دروغ ووايي”.

امریکايي ژورنالیست وړاندې لیکي:

“حقیقت دا دی چې دا امکان نه لري چې افغاني پیلوټان رښتیا هم د خپلواکو او پرلپسې عملیاتو جوګه وي”.

د نوموړي په وینا، په تیره جولای میاشت کې د امریکا بحري ځواکونو، چې د افغانانو د روزنې چارې پرمخ وړي، وويل چې افغانان تراوسه د هوايي بریدونو په تر ټولو اساسي تکتیکونو نه پوهیږي.

نوموړی وايي چې مشکل د تکتیکونو په پیچلتیا کې نه دی، مشکل په لوژیستکي برخه کې دی.

ډیویډ ایکس د خپلې خبرې د ثبوت لپاره د ۲۰۰۹ کال د سترګو لیدلي حالت ته اشاره کوي او وايي چې نوموړی د افغانستان په جنوب د کندهار ولایت کې یوه اونۍ له افغان هوايي ځواکونو سره تیره کړه، په دې موده یې ولیدل چې امریکايي مشاورین نالوستو او بې سواده افغان سرتیرو ته د اساسي اجراءاتو په تدریس ډیر زیات زیار ګالي. نوموړی زیاتوي:

“بې سوادي لا هم په خپل حال پاتې ده، حتی تر نن ورځې پورې اکثره وخت د افغاني الوتکو د رغونې تر ټولو ابتدايي چارې د امریکایانو لخوا ترسره کیږي”.

ایکس وايي چې د هوايي تجهیزاتو، چورلکو او الوتکو نشتون یوه بله ستونزه ده، پروسږکال امریکایانو هڅه وکړه چې د افغانستان لپاره د کوچنیو بریدونو جنګي چورلکې وپیري، خو دا هڅه یې د سختو قانوني اعتراضاتو سره مخ شوه.

امریکايي ژورنالست ډیویډ ایکس د نتیجه ګیرۍ په توګه وايي:

“دا ادعا چې افغان هوايي ځواکونو په یوازې ځان پوځي عملیات ترسره کړي یوه غولوونکې ادعا ده، هو افغاني پیلوټان به د کنټرول خونې ترشا ناست وي، خو دا امریکايان دي چې د کابل هوايي ځواک یې په پښو درولی، د ازرې جګړه په دې نه ارزي چې د افغانستان د هوايي ځواک د خودکفایت لمانځنه پرې وشي”.

ډیويډ ایکس په پای کې لیکي:

“د ازرې جګړه هغسې کارنامه نه وه لکه څنګه چې د کابل حکومت وايي. ډیر لږ داسې پیښیږي چې د جګړو او تلفاتو په اړه د افغانستان د حکومت اعلانات له واقعیتونو سره برابر وي”.

نوموړی د مثال په توګه یوه پیښه ذکر کوي او وايي:

“د جون په میاشت کې افغان پوځ ادعا وکړه چې په ننګرهار ولایت کې یې ۵۰ تنه طالبان وژلي او ۵۰ تنه نور یې ژوندي نیولي. مونږ د ایساف، افغان حکومت او ځايي سرچینو له لارې ډیر کوښښونه وکړل چې دا معلومات کره کړو، خو هیڅ شی مو ترلاسه نه کړ”.

دغه امریکايي ژورنالیست وايي چې د کابل حکومت په جګړه کې د تلفاتو په شمیر کې زښته زیاته مبالغه کوي، او وايي:

“کله چې جګړه پیښیږي او مړي کیږي، د افغانستان د جګړې څارونکي یوه ریاضیکي قاعده پرمخ وړي، د طالبانو د مړو هغه شمیره راواخله چې حکومت یې ادعا کوي، بیا یې په لسګوني عدد واړوه چې اخیرنی عدد یې صفر راشي، او بیا ترې صفر وغورزوه، کومه شمیره چې په لاس درشي هغه اصلي او حقیقي شمیره ده”.

ډیویډ ایکس د دې خبرې د لا زیات وضاحت لپاره خپله لیکنه په لاندې جملو پای ته رسوي:

“دغسې که د افغانستان د دفاع وزارت په ازره کې د ۲۰۰ جنګیالیو د وژنې راپور ورکړ، ممکن د حقیقت په دنیا کې دا شمیر ۲۰ وي. او کوم څه ته چې د افغانستان د حکومت د یوې سترې کارنامې لقب ورکړل شو په حقیقت کې به هغه یوه معمولي جګړه وي. او هره هغه څرګندونه چې په دې دلالت وکړي چې جګړه د کابل حکومت په ګټه روانه ده، هغه به غلطه وي”.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د